ویب ډیسک
افغانستان ته د سیاسي څېرو د بېرته راتګ په دوام د افغان پوځ پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري هم هېواد ته راستون شو
سرچينې وايي، نوموړي ته د افغاني شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د استازو له لوري په هوايي ډګر کې ښه راغلاست ویل شوی دی.
جنرال دولت وزیري وایي خوشاله دی چې بېرته هېواد ته راستون شوی دی او دلته د دایمي سولې او امن د راتګ هیله لري.


