یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان د لوی سیاسي مخالف ګوند «مسلم لیګ نواز» مشر شهباز...

د پاکستان د لوی سیاسي مخالف ګوند «مسلم لیګ نواز» مشر شهباز شریف خپل ځان نوماند کړ

ويب ډیسک

د پاکستان د لوی سیاسي مخالف ګوند «مسلم لیګ نواز» مشر شهباز شریف خپل ځان نوماند کړ چې د دغه هېواد راتلونکی صدراعظم شي.

د مسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزیب وویل چې ښاغلي شریف نن یکشبنه اپریل ۱۰ (وري۲۱)  د خپلې نوماندۍ اسناد وسپارل. د عمران خان له سلب اعتماد او صلاحیت وروسته، شهباز شریف ویلي وو: «نوی سباوون پیل شو… دا ایتلاف به پاکستان بیا رغوي.»

شهباز شریف له څو کلونو راهېسې د پاکستان د پنجاب ایالت والي دی او د اغیزناک مدیریت له کبله ښه شهرت لري.

په همدې حال کې عمران خان له واکه څخه خپل لېرې کېدل د پاکستان د استقلالیت په ضد د بهرنیانو یوه دسیسه ګڼلې ده.

ښاغلي خان نن یکشنبه په انګلیسي‌ او اردو ژبو په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «پاکستان په ۱۹۴۷ کې یو مستقل دولت شو؛ خو د یوې بهرنۍ دسېسې په وړاندې د رژیم د تغیر په ضد د ازادۍ مبارزه نن بیا پیل شوه. دا د یو هېواد وګړي وي چې تل د خپل حاکمیت او دموکراسۍ څخه دفاع کوي.»

د پاکستان په پارلمان کې تېره ورځ عمران خان ته د عدم اعتماد رایه ورکړل شوه او هغه له واکه لېرې شو. عمران خان د پاکستان لومړی صدر اعظم دی چې په داسې یو شکل له واکه لېرې کېږي.

سیاسي ګوندونو د هغه د لېرې کېدو لپاره ایتلاف کړی و، خو ښاغلي خان له ولسمشر څخه وغوښتل چې ملي اسمبلي منحل کړي چې د هغه د لېرې کېدو لپاره په پارلمان کې رایه اچوونه ونشي، همداسې وشول.

خو د اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته، سترې محکمې د سیاسي مخالفینو او حکومت له خوا د قضیې له اورېدو وروسته دا کار غیر قانوني وباله او اجازه یې ورکړه چې په پارلمان کې باید د عمران خان د عدم اعتماد لپاره رایه اچوونه وشي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه