ليکنه: عبدالله پوپل
په افغان وطن او ځانګړي ډول پښتني خاوره کي د کنړ او پښین سیدان ډیر مشهور او سابقه لري. دغه ساداتو زموږ د هیواد او وګړو په کلتور، تاریخ، سیاست، تعلیم، هنر او مهمو تاریخي پیښو کي خورا مهم او برخلیک ټاکونکی رول لرلی دی.
سید جمال الدین افغان چي د یوې خوا د کنړ سید وو، خو د امیر شېرعلي خان په دوره کي د افغانستان د لومړنۍ کابینې صدر اعظم بیا د پښین سید نورمحمد شاه اغا وو. د کنړ سیدان د کنړ په پشات، مزار دره، شال، بر نرنګ، شین کوړک، دو شاخېلو، یارګل، خاص کونړاو کوز نرنګ کي ژوند کوي. پښین وال سادات بیا ښادیزي، حاجیږي، یاسین زي، کښته شینغري، لوړ شینغري، کاکازي، سلېمانزي، خاص پښین، عمرزي، حيدرزي، ابراهیمزي، حرمزي، منزرۍ، کربلا او نورو سیمو کي مېشت دي.
د سهېلي پښتونخوا سیدان په عمومي توګه د څلورو وروڼو اولاده ګڼل کیږيꓼ چي د سید دُرجمال، سید دُرجلال، سید دُرکمال او سید دُر دلیل (بلال) په نومونو محلي روایاتو او ځینو کتابونو راوړي دي.
د سید دُرجمال کهول په پښین، سید جلال د ملتان په اوچ او سید بلال د سهېلي پښتونخوا په زیارت سیمه کي مېشت دي. د پښین سادات ډیری نفوس د سید درجمال کهول دی، البته د پاتي دریو وروڼو لاوده یې هم ځینو کلیو کي استوګن دي. د کوټي-پښین ګزیټیر له مخي سید دُرجمال د خپلو وروڼو: سید دُرجلال، سید دُرکمال او سید دُر دلیل (بلال) سره یو ځای په څوارلسمه میلادي پېړۍ کي، په مکه معظمه کي تر حج کولو وروسته پښین ته راغلی دی. د دوي پلرنی ټاټوبی بخارا او دوی ته بخاري سیدان هم ویل کیږي.
ګزیټیر زیاتوي سید دُرجمال ته د پښین یو اوسېدونکي هارون ترین خپله لور په نکاح ورکړه، چي تر دې وروسته ترینانو د سید دُرجمال اولاد ته په خپلو مځکو کي څلورمه برخه ټاکل.
د شفاهي روایاتو له رویه پښین مېشت سید دُرجمال نیکه څلور زامن درلود: چي د ښادي، حیدر، ابراهیم او مړو (مڼو) په نومونو یادېدل. وروسته د هر ورور په نامه جلا جلا ټبرونه رامنځ ته سوه، چي اوس د پښین د ساداتو ډیره برخه تشکیلوي. د افغانستان پخوانی صدراعظم سید نور محمد شاه اغا د مړو (مڼو) نیکه په اولاده کي راځي، چي په دیارلسم پښت سید درجمال نیکه ته رسیږي. د پښین په ساداتو کي د مړو (مڼو) نیکه اولاده د سرشمېرني په حساب تر نورو ډیره ګڼل کیږي.
د معصوم هوتک په وینا د پښین ساداتو مشري د شنغري سیدانو کهول کي پاته سوې ده. د پښین سیدانو یو شمېر نوموتي کورنۍ کندهار ته هم تللی او هلته د خلکو د خدمت مصدر ګرزېدلي.
پښین کي فعلاً د سیدانو ډیري درنې کورنۍ سته چي خلک ډیر احترام ورته لري او د خپلمنځي شخړو په حل او فصل کي له دوی مرسته غواړي. همدا راز تعویزات او دم په کوي او مریدي یې پالي.


