لیکنه: احتشام علي شاه باچا
د پښتونخوا پر خاوره هغه تاريخي او لرغوني ځايونه او اثار چې په دې سيمه اباد وو، نن هم په څه نه څه شکل د خپل وخت تصوير وړاندې کوي.
دا چې دغه ځايونه د چا په دور کې اباد شوې وو او اوس په کوم حال کې دي، يا دا چې د نننۍ خيبر پښتونخوا په خاوره له کوم وخت نه خلک اباد وو او د کومو قومونو، مذهبونو، او تهذيبونو اثار په کې موندل شوې او د هغوي دغه اثار مونږ ته د خپل دور څنګه نقشه وړاندې کوي؟
تر اوسه پورې د شوو څیړنو په رڼا کې په اوسني خيبر پښتونخوا کې څه د پاسه شپږ زره تاريخي اثار، ځايونه او ودانې په ګوته شوي او شاوخوا يو زر ځايونه په کې د لرغونو اثارو په توګه محفوظ شوي دي. په دې کې داسې اثار هم شته چې تراوسه ورته ګوتې نه دي وړل شوې او سروې شوې هم نه دي. په دې کې دولس ميوزيمونه هم شته دې.
د خيبر پښتونخوا تاريخ مونږ له مردانه پيلوو. هلته د ميا خان سنګاو په نوم يوه سيمه کې غار دې. د سنګاو غار تاريخ ډير زوړ دې. څلويښت زره کاله پخوانی تاریخ لري. هغه خلک ځنګلي خلک وو. څيزونه به ئې راټولول، ښکار به ئې کولو او جامې به ئې په تن نه وې. خو بيا له اوس نه دولس زره کاله مخکې ئې جامې اغوستل شروع کړي.
دغه شان په باجوړ او مومندو کې هم زاړه غارونه شته دې چې د هماغې زمانې اثار په کې په لاس راغلي دي.
د غار له دور نه وروسته بيا د خيبر پښتونخوا په ديره اسماعيل خان ګومل سيمه کې داسې اثار موندلې شوي چې له نن نه اته نهه زره کاله پخوانی دي. خلک په خپلو لاسونو جوړو شوو کورونو کې اوسیدلي وو او تر يوې نقشې لاندې ئې کلې او کورونه اباد کړې وو او د يوې ټولنې دننه ئې ژوند اختيار کړې وو. همدغه د رحمان ډيرې په نوم ښار دې چې څلور ديوالونه ترې تاؤ وو. دا د جنوبي ايشيا وړومبې ښار پيژندل شوې دې.
له دې نه وروسته بیا په دې سيمه اريائيان اوسيدلې دي چې په دير، سوات، باجوړ، ټيکسلا، او د افغانستان نه تر نورستان پورې ئې مقبرې شته. له ۱۷۰۰ نه تر ۶۰۰ کلونو پورې د عيسوي تاريخ نه مخکې ثابت شوې چې په هغې کې د دوي اوزار او د کور څيزونه په لاس راغلي دي.
له دې نه وروسته بیا د ګندهارا تهذيب شروع کيږي. ګندهارا تهذيب له ټيکسلا نه تر باميان پورې شپاړس سوه کاله دور ياديږي چې وړومبې مرکز ئې پشکلاوتي يا اوسنې چارسده ده او بيا وروسته پيښور او بيا د صوابې هنډ ئې مرکزونه پاتې شوي دي. د اشوکا او کنشکا باچا په وخت کې په دې سیمه کې د بدمت نظريه، تهذيب او تعليمات عام شول. د بدمت د درې واړو فرقو منونکي په ګندهارا کې موجود وو او له همدغه ځايه د مهايانه بد مذهب ټولې نړې ته خپور شوې دې.
په دغه وخت کې تخت بائي د علم او هنر لوې مرکز وو چې تر لرې لرې نه به ورته خلک راتلل چې د علمي او فني زده کړې نه علاوه به ئې د بدمت تعليمات هم ترلاسه کول. تخت بائي د عيسی ( ع ) نه سل يو نيم سل کاله مخکې اباد وو. هغه وخت کې په ټيکسلا کې جوليا تعليمي مرکز وو مګر تخت بائي د هغې نه يو په شل لوې وو.
په اوسني خيبر پښتونخوا کې د ګندهارا تهذيب اثار او ځايونه په پيښور، چارسده، تخت بائي، هنډ، شهباز ګړه، جمال ګړي او سوات کې شته دې.
د تاريخ په پاڼو کې چې کله مونږ د خيبر پښتونخوا مقام ګورو نو د يونان د سکندر اعظم وخت هم په کې ښکاري چې د باجوړ او مومندو په لاره دغې سیمې ته راغلې وو.
په سوات، دير، چارسده، مردان او هنډ باندې هم تير شوې وو او تر ټيکسلا او جهلم پورې تللې وو. له دې نه وروسته بيا د هغوي دوه څلويښت باچاهانو په دې علاقه حکومتونه کړي چې دغه وخت ته په تاريخ کې هندو ګريک وايي. بیا په هغې پسې ستين او پارتين د مرکزي ايشيا نه راغلل چې هغوي دوه سوه کاله حکومت کړې وو. په صوابۍ کې يې اوسه پورې سیکې شته چې خلک ورته سيترامي وايي.
له دې وروسته بیا په پينځمه میلادي پېړۍ کې ابتلايټس يا وايټ هنز چې په سنسکرت کې ورته هنا وايي، دا د مرکزي ايشيا يو باربيرک قوم وو. يوې ډلې ئې دلته حمله اوکړه او دا چې دغه قوم د بدمت خلاف وو نو د بدمت ځايونه او اثار ئې تباه کړل. په دې قوم کې يو مشهور سړې تورامانه وو چې خلک ئې د تورابان ديو په نوم پيژني.
له وائټ هنز نه پس په اوسني خيبر پښتونخوا کې د ترک شاهي دور وو. له ترک شاهي نه وروسته د اوومې پيړې نه پس دلته يو ځل بیا هندو مذهب راغې چې مونږ ورته هندو شاهي وايو. د دوي مرکز هنډ وو. بيا له دې وروسته د مسلمانانو دور پيليږي کله چې په ۹۹۸ کې ميلادي کال کې محمود غزنوي دوي ته ماتې ورکړه او اسلام دلته خپور شو.
د دغې وختونو تهذيبونو د خيبر پښتونخوا په خلکو او کلتور باندې ډير اثر کړې دې. مهاتما بد چې به کومه طريقه څادر اچولو، پښتانه ئې اوس هم هغه شان اچوي. کنشکا به چې کومه خرقه اچوله يوسفزي ئې اوس هم هغه شان اچوي. مهاتما بد چې به کومې څپلې اچولې ، د صوابې خلک اوس هم هغه شان څپلې په پښو کوي. د دې علاوه د دغې تهذيبونو نه مونږ ته نور ډير رسمونه هم راغلي.
د خيبر پښتونخوا په پيښور ، مردان ، سوات ، چارسده ، ډيره اسماعيل خان وغيره کې کنډرونه ، غارونه او ځينې نور اثار ، د دغې وخت نښې او بتان چې په ځايي ميوزيم کې خوندي دي ، مونږ ته د تيرو وختونو تهذيب او تصوير وړاندې کوي.


