یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهانسان ولې مینیږي

انسان ولې مینیږي

لیکنه: عبدالاحد احدي

زه چې څنګه فکر کوم زیاتره انسانان د خلکو د اخلاقو، مینې، مسکا، او داسې نورو عادتونو وږي دي، همدا عادتونه دې چې یو انسان په بل انسان مینوي، هغه که هلک وي، که نجلۍ وي، استاد وي، رهبر وي، وایي زړه چې مین شي ښایست نه غواړي، خوب چې راشي بالښت نه غواړي. مینه، اخلاص ، صداقت، ریښتنولي، مسکا او اخلاق غواړي.

ځینې وخت انسان په څېره مینېږي،چې دا مینه زیاتره وخت ثابته نه وي، یعنې چې د انسان په خوی خاصیت پوه شې که چیرته یې په خاصیت کې مینه او صداقت موجود وه، نو مینه تل پاتې او که چېرې ظاهري ښایسته او باطني جوړ نه وي، یعنې اخلاق او انسانیت یې برابر نه وي نو هېڅوک هم له داسې کس سره مینه نه کوې او مینه یې ترمنځ ثابته نه پاتې کېږي، خو که چېرې یو انسان د بل انسان په خوی خاصیت او اخلاقو باندې مینېږي، نو ترڅو چې دده خوی خاصیت همداسې وي، نو همدا انسان ورسره مینه لرې او مقابل شخص هم مینه ورکوې.

ځکه موږ وایوو، چې له یوه لاس نه ټک نه خېژي، او یا وایوو چې مینه یو طرفه نه وي، خامخا به دوه طرفه وي. کله چې دې یوه انسان ته مینه ورکړه،هغه انسان ستا د مینې په مقابل کې بېرته تاته مینه درکوي، دا د انسان فطرت دی.

مینه کې خوږوالی او تریخوالی ډېر زیات دی، یا انسان ډېر خرابوي یا انسان ډېر ښه کوي، چا سره چې مینه ولرې او د هغه عادتونه او روش دې خوښ وي او مینه مو یو بل ته انرژی ورکوي، چې دا یې ډېر خوږوالی دی او انسان ډېر د خوشحالۍ احساس کوې. دا احساس بل وخت نه وي او نه د بل چا سره وي او که چېرې د همدې انسان په خوی خاصیت کې فرق راځي، نو انسان ډېر ځوروي، ډېر یې خرابوي، ځکه د ژوند خواږه تقریباً په ترخو بدلېږي او هېڅ انسان ددې تریخوالي طاقت نه لري، چې وې زغمې، خو څومره چې د عادي انسانانو سره روابط لرې د هغو روابطو خوږوالی هم کم او تریخوالی یې هم خو د خپلې مینې خوږوالې هم ډېر زیات دی، چې انسان خپل هوس تقریباً نه شي کنټرولولای او تریخوالی یې هم دومره زیات دی،چې انسان د ځان لپاره د ښو او بدو تفکیک هم نه شي کولای.

مینه ښه ده خو په خپله اندازه ځکه اسلام په هر کار کې میانه روی ذکر کړې دی، چې په هر کار کې باید میانه روي وشي، ډېره زیاته مینه یا له حده زیاته مینه زیاتره وخت د ځان سره شخړې لري، چې ډېر عادي مسایل هم په شخړه بدلوي. که چېرې همدا کار کوم بل کس وکړي چې ته ورسره مینه نه لرې، نو کومه خبره نشته خو که همدا کار ستا مینې یا میین شخص وکړي نو دنیا ورانه شوه.

مینه په ژوند کې ډېر ارزښت لرونکی څیز دې یعنې که چېرې په تا کوم غم راځې یا کومه خوشحالې راځي، په دې ټولو کې ستا شریکوال او غړی دی، مینه د ژوند نوم دی، ژوند باید له مینې خالی نه وي، هر وخت باید انسان مینه وکړي، او مینه وپالي، یعنې مینې ته ارزښت ورکړﺉ.
مینه یو ځل کېږي او یو چاسره کېږي، فرصت څخه استفاده وکړﺉاو مینه وکړئ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه