یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان شمال لودیځ کې د ګوزڼ ناروغۍ ۱۷ موارد ثبت شوې...

د پاکستان شمال لودیځ کې د ګوزڼ ناروغۍ ۱۷ موارد ثبت شوې دي.

ويب ډیسک

د پاکستان روغتیايي چارواکو د جمعې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) اعلان وکړ چې ددغه هیواد په شمال لودیځ کې یې د ګزڼ ناروغۍ ۱۷ موارد ثبت کړي دي.

 

ټول دغه موارد د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې ثبت شوي، هغه سیمه چې حکومت پکې د یادې ناروغیو د خپریدو په اړه څیړنې پيل کړي دي. په دې سیمو کې د کورنۍ مشران اکثریت وختونه د واکسین له تطبیق کولو سره مخالفت ښکاره کوي.

 

د پاکستان د روغتیا وزیر عبدالقادر پاتل د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې حکومت په تیرو څو کلونو کې د ګزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره اړین پروګرامونه عملي کړي دي. نوموړي له والدینو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د ګزڼ واکسین ولګوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه