ويب ډیسک
د طالبانو د حکومت ویاند انعام الله سمنګاني وايي چې د یاد بنسټ استازو د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې نوموړي ته په دې برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د نوموړي په وینا ترکي استازو له افغانستان سره د کرنې، ښوونې او روزنې او افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو برخه کې دهمکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د ترکیې د بشري مرستو بنسټ تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.


