امریکا په شمالي کوریا تازه بندیزونه لګولي

0
110

ویب ډیسک

امریکا متحده ایالاتو پر دوو روسي بانکونو، د شمالي کوریا پر یوه شرکت او پر یوه کس باندې تازه بندیزونه لګولي دي. پر هغوی باندې د شمالی کوریا د وسلو جوړولو پروګرام کې د همکارۍ تور لګول شوی دی.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له لوري لګول شوي دغو بندیزونو کې د روسیې سپوتنیک بانک او فار ایسټرن بانک په دغه ډله کې شامل دي.

د شمالي کوریا شرکت چې د بندیزونو لېست ته وراضافه شوی ایر کاریو ټریډنګ کارپوریشن نومیږي.

د جونګ یونګ په نوم یو کس هم د تازه بندیزونو په لېست کې شامل دی. پر دغه کس تور دی چې د بالستیک توغندي جوړونکو اړونده شرکتونو سره یې همکاري کړې.