د ترکیې د بشري مرستو بنسټ (IHH) په افغانستان کې د یتمانو لپاره یو کمپلکس جوړوي

0
128

ويب ډیسک

د طالبانو د حکومت ویاند انعام الله سمنګاني وايي چې د یاد بنسټ استازو د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې نوموړي ته په دې برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د نوموړي په وینا ترکي استازو له افغانستان سره د کرنې، ښوونې او روزنې او افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو برخه کې دهمکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د ترکیې د بشري مرستو بنسټ تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.