سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسمنګان کې د ازبيکستان وارداتي برښنا درې پايې په بمونو الوزول شوي

سمنګان کې د ازبيکستان وارداتي برښنا درې پايې په بمونو الوزول شوي

ويب ډیسک

په سمنګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ازبيکستان وارداتي برښنا درې پايې د ناڅرګندو کسانو لخوا په بمونو الوزول شوي دي٠
باختر دولتي خبري آژانس د دوشنبې په ورځ مۍ ٢٣ (غبرګولي دوهمه) د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې د برښنا دغه پايې د ځاى پر ځاى شوي ماين چادونو له امله په بشپړه توګه ويجاړي شوي دي٠

د وارداتي برښنا د يادو پايو په ويجاړېدو سره د کابل په ګډون ګڼو ولايتونو باندي برښنا قطعه شوې ده٠
طالب چارواکو ويلي چې د ويجاړو شوو پايو د بېرته رغولو لپاره تخنيکي ټېمونو د پېښې ځاى ته رسېدلي دي٠
د افغانستان برښنا رياست تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي٠ويل کيږي چې د ويجاړو شوو پايو بيرته رغول به څو اونۍ وخت ونيسي٠
تر دامهاله د ازبيکستان وارداتي برښنا د دغه پايو د تخريب مسٶليت کومې ډلې نه دى منلى٠خو طالبانو ويلي چې ددغه پېښې د عاميلينو د نيولو هڅې پيل کړي دي٠

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ٣٠( وري ١٠)د پروان ولايت په جنوبي سالنګ “تاغمه” سيمه کې د وارداتي برښنا دوې پايې په بمونو تخريب شوې چې له امله يې د کابل په ګډون لس ولايتونو باندي برښنا قطه شول٠

د افغانستان برښنا رياست تيره اونۍ وويل چې د تخريب شوو دوو پايو څخه يوه يې بيرته رغولې او د دوهمې د بيرته رغولو کار هم روان دى٠

پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته دا دوهم ځل دى چې د وارداتي برښنا پايې ويجاړي کيږي٠تر طالبانو مخکي حکومت کې هم څو ځله د ازبيکستان د وارداتي برښنا پايي تخريب شوي دي٠د افغانستان برښناشرکت تر دې مخکې ويلي چې د هرې پايې بيرته رغول ١٠٠زره امريکايي ډالر لګښت غواړي٠

افغانستان پر وارداتي برښنا متکي دى او د خپلې اړتيا شاوخوا ١٦٠٠ ميګاواټه برښنا ته اړتيا لري٠ افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برښنا له ازبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه