دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدرې مسید جرګه وايي، د حکومت يا پوځ په حکم له خپلو...

درې مسید جرګه وايي، د حکومت يا پوځ په حکم له خپلو سيمو وتونکي به جرمانه کوي

ويب ډیسک

د جنوبي وزيرستان درې مسید جرګې فیصله کړې چې هغه کسان به جرمانه کوي چې د حکومت يا پوځ په حکم له خپلو سيمو وځي.
دا پرېکړه د مې پر ۲۲مه نېټه د شوال په لوړه پونګه کې د جرګې پر مهال شوې ده. د جرګې يو ګډونوال اېډوکېټ شېرپاو مسيد د مې پر ۲۳مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دوی په خپلو سيمو کې نور پوځي عمليات نه مني.
ده وویل، “هغه کسان به پنځه لکه روپۍ جرمانه او پنځه پسونه (ګډان) ورکوي چې د حکومت او پوځ په حکم له علاقې وځي. نه څوک له کورونو وځي او نه د چا اپرېشن (پوځي عمليات) منو.” دا جرګه د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت ترمنځ د روانو خبرو اترو په رڼا کې شوې ده.
د وسله والو طالبانو او حکومتي پلاوي ترمنځ د مې په درېيمه اوونۍ کې په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړيتوب خبرې اترې شوې وې چې په نتيجه کې يې د مې پر ۱۸مه نېټه تحريک طالبان د مې تر ۳۰مې اوربند اعلان کړ.
شېرپاو مسېد زیاته کړه چې په جرګه کې پر حکومت او طالبانو د مذاکراتو غږ شوی دی. هغه وويل چې دوی نه غواړي چې د پاکستان د پوځيانو، طالبانو او د سيمې د خلکو وينه توی شي.
د جرګې بل ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان مشر رحمت شاه مسيد د مې پر ۲۳مه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ دې مذاکرات وشي خو بايد دا خبرې اترې نورې حتمي وي. ده وویل، “موږ وايو چې مذاکرات دې بلکل وشي خو داسې چې حتمي وي او په وار وار دې نه کېږي ځکه چې موږ نور جنګونه نه شو زغملای. موږ امن غواړو او له ریاسته يې غواړو.”
له کله چې د ۲۰۲۲ز کال د اګست مياشت کې طالبان پر کابل واکمن شوي، په پاکستان او په تېره بیا په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو بريدونه زیات شوي چې پکې د ګڼ شمېر پوځيانو په ګډون په لسګونه ولسي وګړي په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي.
پاکستان له تېر کال راهیسې د تحريک طالبان له مشرانو سره د قومي مشرانو او نېغ په نېغه د پوځي چارواکو له لارې مذاکرات کړي دي.
په دې ترڅ کې پاکستان د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون د تحریک طالبان پاکستان ۱۰۰ قیدیان هم خوشي کړي دي. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د مې په ۱۸مه پر ټوېټر ليکلي چې په کابل کې د پاکستان د حکومتي پلاوي او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ شوي مذاکرات د دوی په منځګړتوب شوي او له دواړو خواوو هيله لري چې نرمښت وښيي او دا اوربند پسې وغځېږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه