دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزابل کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي

زابل کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي

ویب ډیسک

 

دطالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په په زابل ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د دغه ولایت د مسؤلینو له قوله ویلي چې دغه پېښه نن یکشنبه د زابل اړوند په «هزار تک» سیمه کې د کورلا ډوله موټر او مازدا د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د معلوماتو په اساس د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په بدخشان ولایت کې په «خواهان» ولسوالۍ کې هم د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی و.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ترافیکي نښو (علایمو) د نشتوالي له امله رامنځته کیږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه