ویب ډیسک
د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت وايي، د هرات ولایت په هوټلونو کې پر فامیلي ناستو او یو ځای خوراک باندې بندیز نه دی لګولی.
ځینو رسنیو تیره ورځ وویل چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن منکر وزارت د هرات ولایت په رستورانتونو کې د نارینه وو او ښځو پر یو ځای خوراک بندیز لګولی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن جمعه په دې اړه ویلي: “ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې د هرات ولایت په رستورانتونو او هوټلونو کې د فاميلي ناستو او یو ځای خوراک کولو باندې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لوري پابندي لګیدلې دا ډول اوازې هیڅ حقیقت نلري او بې ځايه تبلیغات دي.”
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورړستيو کې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدوديتونو ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي٠


