دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجمهوررئیس: د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي

جمهوررئیس: د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي

ویب ډیسک

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو ورثې سره ټلیفوني خبرې او غمشریکي وکړه.

جمهوررئیس د شهید دریم ساتنمن علي د کورنۍ له غړي محمد حسین سره په خبرو کې د هغه کورنۍ ته د نوموړي او د هغه د همسنګرانو پر شهادت غمشریکي وکړه وې ویل، د هغوی اتلولي نه هېرېږي.

محمد حسین وویل، زموږ لویه غوښتنه دا ده چې د یادو شهیدانو غچ واخیستل شي او هغوی چې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید کوي د هیواد دښمنان دي،د ساحې د پاکوالي لپاره باید عملیات وشي او د نوموړي کورنۍ ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې جمهوررئیس د شهید ډګرمن عبدالکریم له پلار عبدالرحیم سره خبرې وکړې او له نوموړي سره یې د زوی د شهادت په مناسبت غمشریکي او ورته دعا وکړه.

عبدالرحیم وویل، زوی مې په ویاړ افغانستان ته د خدمت په لاره کې شهید شوی او زه پرې ویاړم.

جمهوررئیس وویل، اړوندو ارګانونو ته مې لارښوونه کړې چې نوموړي ته د دوه رتبو د ترفیع لپاره اجراات وکړي او کورنۍ ته به یې رسیدګي کېږي.

همداراز جمهوررئیس د شهید جګړن فضل وهاب پلار متقاعد جنرال شېرین دل سره خبرې وکړې او له نوموړي سره یې د زوی د شهادت په مناسبت غمشریکي او ورته دعا وکړه.

جنرال شېرین دل وویل، زما زوی د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي نوامیسو د ساتنې په لاره کې په شهادت رسېدلی او زه پرې ویاړم او که اړتیا شوه زه پخپله حاضر یم بیا سنګر ته ولاړ شم.

جمهوررئیس وویل، نوموړي ته مې د فوق العاده ترفیع د اجرا کېدو لارښوونه کړې او د وسله وال پوځ د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي د حکومت لومړیتوب دی.

همداراز جمهوررئیس د شهید بریدمل محفوظ له پلار عبدالمعقول سره خبرې وکړې وې ویل، ستاسو اولادونو د دې هیواد د ساتنې لپاره قرباني ورکړې، ستا زوی ته به دوه درجې ترفیع اجرا شي او هغوی به مو کله هم له یاده ونه وځي.

عبدالمعقول وویل، د زوی پر شهادت ویاړم او موږ د جمهوریت د دفاع لپاره سر ورکوو، خو سنګر نه ورکوو.

د هیواد جمهوررئیس د بهسود وروستۍ پېښې د شهید ساتنمن داوود له پلار حاجي رضا سره هم غمشریکي وکړه او نوموړي ته یې ډاډ ورکړ چې کورنۍ ته به یې رسیدګي کېږي او حاجي رضا د جمهوررئیس له پاملرنې او ټلیفوني تماس مننه وکړه.

په دې ټلیفوني تماس کې جمهوررئیس د ټولو شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه