دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ا.ا رهبر وايي، چې ټول افغانان باید د ورونو په شان...

د ا.ا رهبر وايي، چې ټول افغانان باید د ورونو په شان یو بل ته لاسونه ورکړي

ویب ډیسک

د ا.ا مشر ملا هیبت الله وايي، چې ټول افغانان باید د ورونو په شان یو بل ته لاسونه ورکړي او د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا رهبر له لوري په تازه خپاره شوي پیغام کې راغلي چې ټول افغانان باید د ورونو په شان یو بل ته لاسونه ورکړي او د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

په پیغام کې دغه راز راغلي، چې د ا.ا او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون په اساس به امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دغه راز ټینګار شوی، چې د فشار پرځای دې د همکاریو پر روحیه پرمختګ وشي.

پیغام کې راغلي چې نړۍ د یوه کلي حیثیت پيدا کړی، د هیوادونو ترمنځ تعاملات یو له بل سره تړلي، نو په همدې اساس اړتیا ده، چې نړیوال باید د ا.ا په رسمیت وپيژني، ترڅو خپلې ټولې ستونزې د دیپلوماتیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسئولانه توګه حل شي.

یاد پیغام کې له ګاونډیو هېوادونو غوښتل شوي چې له افغان مهاجرینو سره دې د اصولو له مخې چلند وشي او همدارنګه له کډوالو افغانانو څخه هېواد ته د بېرته راتګ غوښتنه شوې ده. پیغام کې دغه راز ویل شوي چې ا.ا په هېواد کې د بیان ازادي ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دی. په دې اختریز پیغام کې یو وار بیا د ا.ا په چارواکو او نظامیانو غږ شوی، چې له خلکو سره له نرم چلند څخه کار واخلي او په بیت المال کې دې خیانت نه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه