ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازی محمد حسن کاظمي قمي د ا.ا له لوري د لویې جرګې د رابللو او افغان سیاسي لورو سره د اړیکو خبر ورکوي.
نوموړي د یاد هېواد له مهر خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ا.ا په کابل کې د لویې جرګې په اړه بحثونه پيل کړي او غواړي چې، د دوی مخالف سیاسي مشران د خبرو لپاره بېرته کابل ته وروګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې پخواني ولسمشر حامد کرځي له نوي حکومت څخه د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې افغانان باید په خپل منځ کې سره کېني او د خپل هېواد ستونزې په خپله حل کړي.


