دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه خوست او کونړ کې د الوتکو په بمبارۍ کې لسګونو کسانو...

په خوست او کونړ کې د الوتکو په بمبارۍ کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ويب ډیسک

 

خلک وايي، تېره شپه (د اپریل ۱۶مه) د پیشلمي پر مهال درې بجې د خوست د سپیرې او تڼیو ولسوالیو په سرحدي سیمو کې په وزیرستانیو کډوالو د پاکستاني الوتکو بمبار شوی، چې د پيښې د عیني شاهدانو په وینا لږ تر لږه ۳۰ تنه پکې وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان شوي دي.

 

د پيښې عیني شاهدان او ټپیان وايي، چې په دې پيښه کې د یوې کورنۍ اووه غړي چې ماشومان او ښځې هم په کې دي وژل شوي دي. دوی وايي، بمبار د کاڼي، ممدۍ، میر څپر، افغان دوبۍ او په نورو نږدې سیمو کې شوی.

 

د سیمې یو قومي مشر رسول جان مشال راډیو ته وویل، دوی د پيشلمي ډوډۍ ته ناست وو، چې ناڅاپه ورباندې بمبار وشو. ده زیاته کړه، په درو کورنو بمبار وشو، چې د یو کور ۲۷ نفره په کې مړه او زخمیان شول، په دویم کور کې نهه کسان وژل شوي، په درېیم کور باندې د هغه کورنۍ څلور کسان ووژل شول. رسول جان وايي، په دې پيښه کې ټولو ملکیانو، ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دې کې هېڅ وسله وال کس نه وو.

 

یو عیني شاهد د اپریل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل: “نوم مې رنګین دی، په قوم اڅړ یم، کله چې موږ پیشلمي ته پورته شو، ناڅاپه طیارې راغلې، زما په کور يې بم واچوه، شپږ کوټې يې له منځه یوړې، اته نفر يې لاس په لاس شهیدان کړل، په ما باندې کوټه راړنګه شوې وه، کلیوال راغلل، هغوی خلاص کړم.”

 

رنګین وویل، دا الوتکې د پاکستان له لورې راغلې وې. د پيښې یو بل ټپي سخي مت خان چې په قوم د وزیرستان تڼی دی، وايي، دا بمبار د پیشمني په وخت درې بجې وشو، چې ټول قربانیان یې ملکي خلک، ښځې او ماشومان دي. دی وايي، پیشلمي کې بیدیا ته وتلی وو، چې د بم بڅرکي پرې ولګیدل او دی په کې ټپي شو.

 

طلاخان د شمالي وزیرستان د دته خېلو اوسیدونکی دی چې په دې پيښه کې ټپي شوی دی، هغه وايي، چې د کورنۍ ۳۰ غړو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړی زیاتوي، په دې وژل شویو کسانو کې طالبان او نور وسله وال نه ول، بلکې ټول ملکي خلک وو او له ده پرته د ده ټوله کورنۍ له منځه تللې ده.

 

مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه په خوست کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم واخلي، خو هغوی تر دې مهاله د پيښې په اړه له نظر څرګندولو ډډه وکړه. چارواکو وویل، د دې پيښې په اړه مالومات د دوی د کابل مشران ورکوي.

 

هلته په کونړ کې هم خلک ورته ادعا کوي او وايي چې پاکستانیو جیټ الوتکو په ځینو سیمو کې بمباري کړې او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

خلک وايي، د کونړ شلتن ولسوالۍ اړوند د چوګام غرنۍ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته سېمه کې تېره شپه پاکستانیو جېټ الوتکو یو کور بمبار کړی چې په کې پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

 

د سېمې یو تن اوسېدونکي چې له نوم ښودلو يې ډډه کوله د شنبې ورځې په سهار ازادۍ راډیو ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوه بجې چې خلکو د روژې نیولو لپاره چمتوالی نیوه، پاکستانیو جېټ الوتکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شلټن ولسوالۍ د چوګام کلي سره نږدې پر کورونو بمبار کړی چې پنځه ماشومان او یوه مور يي وژل شوې او یو ماشوم ټپي دی.

 

هغه زیاته کړه: “بمباري بېګاه دوه بجې شاوخوا شوې ده چې په کې د یو کور پنځه ماشومان او یوه مېرمن شهیده شوې او یو ماشوم ټپي دی. د کور څښتن یو غربیکاره انسان دی او په اسعداباد کې پر لاسي کراچۍ جامې پلوري.”

 

په کونړ کې طالب کې چارواکي بیا وایي، هوايي بمبار نه دی شوی بلکې له تېرو دوه ورځو پاکستانیو ځواکونو د یاد ولایت پر دریو ولسوالیو یو ځل بیا توپچي بریدونه پیل کړي دي.

 

د کونړ اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس مولوي نجیب الله حنیف د شنبې سهار ازادۍ راډیو ته وویل: “د توپچي بریدونو سلسله د ګاونډي هېواد لخوا د ۱۴مې روژې راپدېخوا د کونړ پر درو ولسوالیو شلټن، مروره او ناړۍ باندې پیل شوې ده، زموږ مشران پرې خبر دي او کوښښ کوې چې د حل لاره ورته پیدا کړې. تېره شپه د همدې بریدونو پایله کې د شلټن ولسوالۍ چوګام کې پر څه کورونو ګولۍ لګیدلې چې د ښځو او ماشومانو په کې پنځه کسان مړه دي او یو ماشوم ټپي دی.”

 

تردې دمه پاکستانيو چارواکو په خوست او کونړ کې د شویو هوايي او توپچي بریدونو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه