دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه باميان کښي دضحاک(سهاک، شهر سرخ) ښار لرغوني آثار

په باميان کښي دضحاک(سهاک، شهر سرخ) ښار لرغوني آثار

لیک :فدا محمد لېوال

څنګه چي عربو دا نوم معرب کړی او ضحاک ئې ورته ويلي دي، ځکه ئې نو دی عربي نژاده بللی دئ، او هم څنګه چي سامي نژادو د آريائيانو سره رقابت درلود، ځکه نو هر عنصر چي دې نوی تشکيل سوي مدنيت او د بخدي پاچهۍ ته ئې خطر پېښاوه هغه يې له پردي نژاده باله، او لکه آريائي نژاده تورانيان، ضحاک بيوراسپ ئې عرب نژاده ګڼلی دئ، حال دا چي ځيني دقيق مؤرخان لکه طبري او البېروني وائي:”عربانو ضحاک عربي نژاده او عجميانو عجمي انګېرلی دئ“.

څنګه چي د افغاني تاريخي ښارو، ځايو او سړيو په نومو کي(لکه د غوري شاهانو د کورنۍ ستر نيکه ضحاک، او باميان کي د ضحاک ښار) د دې نامه ريښه سته او مؤرخان هم د ده د نسبت سلسله آريائي نژاده ګيومرث ته رسوي، او دی د جم خوريی بولي،نو دا خبره چي دی عربي نژاده و له منلو څخه ليري ښکاري.

په هر صورت د اوستا د اشارو له مخي بيوراسپ اژي دهاکه د ښکلي بخدي پر مدنيت يرغل وکئ او څنګه چي ايزدي فر(د سلطنت پر تم يا ځلا) د برياليتوب د مرغه په شکل له جم څخه بېله سوې وه اژي دهاکه پر ده بری وموند او د ده هېواد ئې ونيو او دی ئې په اړه دوه ځايه کئ.

دی تازي(تازنده) ضحاک د رام ايشت د ۱۹ فقرې له مخي، د کوی رينتا په نامه يوه ټينګه ماڼۍ او شاهي تخت او زر تنه چترۍ درلوده، او د اسلامي دورې په دري ادبياتو کي ده ته(ضحاک ماران= ماردوش= اژدها) ويلي سوي دي.

د اوستا له مخي تر(جم) وروسته ايزدي فر(د سلطنت ځلا) پر(ترايتنه) (په پهلوي کي فريتون=فريدون) د پور تورا(پورګاو) پر زوی، چي د جم له اولادې څخه و وځلېده چي پلار ئې داثويه(الفيان= اتبين) په نامه هم ياد سوی دئ، او د دې کورنۍ خلګ کرونده ګران ول، چي د زياترو د نومو سره د ګاو کلمه(په اوستا کي ګئو) راغلې ده.

فريدون د اوبو در بة النوع(اناهيتا) دپاره سل اسان او زر غوايي او لس زره پسونه قرباني کړه څو چي پر شرير اژي دهاکه بريالی سو، او هغه ئې وواژه، او د جمشيد دوې خوندي(اري نوک) او(سنګهوک) چي ضحاک بندياني کړي وې لاس ته ئې راوستلې.

د اژي دهاکه په مقابل کي د خلګو د غاو داستان چي د فردوسي په شهنامه کي د هغو خدای نامو له روايتو څخه را اخيسته سوی، چي تر اسلامي دورې دمخه وې داسي دئ چي:”يوه پښ(آهنګر) چي کاوک(ګاوه) نومېده، د خپلي آهنګرۍ څرمن د نېزې پر څوکه د بيرغ په شان وتړله او خلګ ئې پر ځان راغونډ کړه او د اژي دهاکه په مقابل کي وپارېدل او د هغه د تېريو پر ضد پورته سوه او دا هم هغه ګاويان بيرغ دئ، چي وروسته تر ډېري مودې پوري د آريائي خلګو د بري سمبول و“.

فريدون په دې هڅه او جنبش کي د پارېدلو خلګو مشر و او ده پر ضحاک باندي د خپل بري په ياد د نوروز د جشن په څېر(د مهرګان) د جشن اساس کښېښود، دېبان ئې پر سر وټکول او جهان ئې ونيو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه