دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان پاسپورټ بیاهم د نړۍ تر ټولو بې اعتباره سند وبلل...

د افغانستان پاسپورټ بیاهم د نړۍ تر ټولو بې اعتباره سند وبلل شو

ويب ډیسک

د افغانستان پاسپورټ سږکال یوځل بیا د نړۍ ترټولو بې اعتباره پاسپورټ بلل شوی دی.

د هینلي پاسپورټ اندېکس Henley Passport Index په نوم ټولنې چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي پرون پر خپله ویبپاڼه ولیکل چې د افغان پاسپورټ لرونکي یوازې ۲۶ هیوادونو ته سفر کولای شي.

په افغانستان پسې د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه ترټولو ډېر بې اعتباره پېژندل شوي دي خو برعکس د جاپان او سینګاپور پاسپورټونه د دې فهرست په سر کې راغلي چې خاوندان یې ۱۹۲ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي او دوهم ځای د جرمني پاسپورټ خپل کړی چې لرونکي یې د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته له وېزې پرته تلای شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه