ويب ډیسک
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې له دې وروسته به د دولتي مامورین په اونۍ کې د دوو پر ځای یوه ورځ رخصتي لري.
لومړي وزیر دغه راز قامي جرګې ته په وینا کې د خپلو ژمنو عملي کولو امر کړی. په دې لړ کې د پاکستان لومړي وزیر له دفتره یوه اعلامیه خپره شوې، چې په ویل شوي، لومړي وزیر د روژې میاشت کې د اړتیا وړ توکو بیو کلکې څارنې امر هم کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، لومړي وزیر امر کړی، چې په بازارونو کې باید په مناسبه بیه د اړتیا وړ توکو پېر او پلور په هکله ډاډ تر لاسه شي.


