ويب ډیسک
د افغانستان پاسپورټ سږکال یوځل بیا د نړۍ ترټولو بې اعتباره پاسپورټ بلل شوی دی.
د هینلي پاسپورټ اندېکس Henley Passport Index په نوم ټولنې چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي پرون پر خپله ویبپاڼه ولیکل چې د افغان پاسپورټ لرونکي یوازې ۲۶ هیوادونو ته سفر کولای شي.
په افغانستان پسې د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه ترټولو ډېر بې اعتباره پېژندل شوي دي خو برعکس د جاپان او سینګاپور پاسپورټونه د دې فهرست په سر کې راغلي چې خاوندان یې ۱۹۲ هیوادونو ته بې له ویزې سفر کولای شي او دوهم ځای د جرمني پاسپورټ خپل کړی چې لرونکي یې د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته له وېزې پرته تلای شي.


