ویب ډیسک
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په تهران کې یې د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او په کابل کې یې د ایران پر سفارت او په هرات کې یې د دغه هيواد پر قونسلګرۍ د برید په اړه جدي اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۱۲) په خپله انترنيت پاڼه کي خپرې شوي اعلامیه کې ويلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا مدیر افغان شارژدافیر نه غوښتي دي، چې په هرات کې دې تېره ورځ د ایران پر قونسلګرۍ د شوي برید عاملینو سره قانوني چلند وکړي او د دوی د دیپلوماتیکو نماینده ګیو امنیت دې وساتي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا مسؤل افغان شاژدافر ته دغه راز ویلي دي چې ایران تر امر ثاني پورې په افغانستان کې د ټولو قونسلګریو فعالیتونه دروي، تر څو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورته ډاډ نه وي ورکړی چې په دغه هيواد کې د ایران د سیاسي نماینده ګیو امنیت خوندي دی.
وروسته له هغې چې په ایران کې د افغان کډوالو سره د تاوتریخوالي عکسونه او ویډیوګانې نشر شوې، تېره ورځ په کابل کې د ایران سفارت او په هرات کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته عامو افغانانو لاریونونه ترسره کړل، چې په هرات کې قهرجنو لاریون کوونکو د قونسلګرۍ دروازې مخي ته اور ورته کړي چي ويل کېږي د قونسلګرۍ دروازې ته زيان رسېدلی دی.
دغه راز تېره ورځ په خوست کې هم زرګونه کسانو په ایران کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتیو په غبرګون کې لاریون ترسره کړی وو.


