ويب ډیسک
د طالبانو حکومت مخالفې د مقاومت جبهې د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د خپلو غړو تلفات تائید کړل، خو په دغه نښته کې طالبانو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.
د دغه جبهې ویاند صبغت الله احمدي پرون دوشنبه ناوخته (اپرېل ۱۱ (وري ۲۲) ویلي چې په دغه نښته د مقاومت جبهې اووه وسله وال وژل شوي دي.
ښاغلي احمدي همدارنګه زیاته کړې چې دغه نښته تیره ورځ د کوهستان ولسوالۍ په «میدان باغ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه په یاده نښته کې د ۱۶ طالبانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د مقاومت جبهې د نوم یادولو پرته تیره ورځ دغه نښته تائید کړه.
ښاغلي کریمي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د «باغي او شریرو عناصرو» یو مرکز کشف او غړي یې له منځه یووړل شول.
نوموړي ویلي و چې د دغه نښتې پر مهال یو شمېر وسله وال کسان یې هم نیولي دي، خو د مقاومت په نوم جبهې د خپلو غړو نیول کېدل رد کړي دي.
د دغه جبهې ویاند صبغت الله احمدي ویلي و چې د دوی د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه د تیرې جمعې په ورځ تر ماسپښین ورسته د ده صلاح ولسوالۍ په قاسان دره کې يل شوه چې دوې ورځې روانه وه.خو د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رئیس اسدالله مصطفی هاشمي د یادې جبهې لخوا د څو کلیو نیول رد کړل او ویې ویل چې دغه مقاومت جبهه له دوی سره د مخامخ کېدو توان نلري.


