یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران له طالبانو غواړي چې دې هېواد ته د افغان کډوالو د...

ایران له طالبانو غواړي چې دې هېواد ته د افغان کډوالو د څپې مخه ونیسي

ويب ډیسک

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې ایران ته د افغان کډوالو د تلو د پراخې څپې مخه ونیسي.

 

د دې وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون خبریالانو ته وویل چې د ایران ظرفیتونو ته په پام سره دې هیواد ته د افغان کډوالو دا بهیر دوام نه شي کولای. د تسنیم خبري آژانس د راپورله مخې خطیب زاده وویل د بېځایه شویو افغانانو د څپې بار باید یوازې پر یوه ګاونډي وانه چول شي او زیاته یې کړه چې د طالبانو سرپرست حکومت باید په دې برخه کې خپل مسولیت پرځای کړي.

 

د طالبانو حکومت د ایران د دې غوښتنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه