ويب ډیسک
د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کلاچي تحصیل کې پرون ماښام (د اپریل پر ۱۱مه) په يو وسله وال برید کې پينځه پولیس وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
پولیسو تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو پر ګاډي توغندی ویشتل شوی دی. د پېښې مسوليت لاقانونه ګرځول شوي ډلې “تحریک طالبان پاکستان” منلی دی.
په دا وروستيو کې وسله والو طالبانو د خيبر پښتونخوا په ډېره اسمعيل خان او يوشمېر نورو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات کړي دي.


