دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما؛ طالبان دې د رسنیو له ځورولو لاس واخلي.

یوناما؛ طالبان دې د رسنیو له ځورولو لاس واخلي.

ويب ډیسک

یوناما؛ طالبان دې د رسنیو له ځورولو لاس واخلي.
ملګرو ملتونو غور کې د طالبانو له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړي د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي چې د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو چلند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

یوناما پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي “د طالبانو له لوري د ژورنالستانو او رسنیو د کارکوونکو خپلسري او غیر مستقیم نیولو کې هېڅ راز کموالی نه دی راغلی، خبریال بسم الله وطن دوست له لسو ورځو پټ بند وروسته خوشې شو خو اوس نور نیول شوي”
یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د رسنیو له ځورونې دې لاس واخلي.

تېره ورځ یوناما د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو له مدیرانو سره هم کتلي و او له طالبانو یې غوښتي وو چې رسنیو سره خبرې يیل کړي، پر دوی لګېدلي سخت محدویتونه ختم کړي او خبریالانو سره دې د تاوتریخوالي او ګواښونو مخه ونیسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه