دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما د طلوع تلویزيون ژورنالیستانو د نیولو په اړه خپله «ژوره اندیښنه»...

یوناما د طلوع تلویزيون ژورنالیستانو د نیولو په اړه خپله «ژوره اندیښنه» ښودلې ده.

ويب ډیسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ماموریت (یوناما) د طلوع تلویزيون ژورنالیستانو د نیولو په اړه خپله «ژوره اندیښنه» ښودلې ده.

د پنجشنبې ورځې رپوټونو کې ويل شوي چې د دغه خصوصي تلویزیون ژورنالیستان د طالبانو استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

یوناما د طلوع نیوز خبریالانو د نیولو په اړه خپله ژوره انديښنه ښودلې تر څنګ د هغوی د ژر تر ژره آزادولو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړې چې په دې اړه د تیرې شپې موثقو رپوټونو سره د خبریالانو د نیولو په اړه اندیښنې نورې هم ډيرې کړې.

يوناما په دې اړه پر ټويټر ليکلي دي: «د ملګرو ملتونو سازمان د ټولو هغو کسانو آزادول غواړي چې د وسلوالو کسانو له خوا نیول شوي او د خبريالانو او رسنیو د آزادۍ پر وړاندې ویرې او ګواښونو ته دې د پای تکی کيښودل شي.»

د پنجشنبې په مازديګر د طلوع نیوز تلویزيون د څو تنو مهمو کارمندانو د نیولو رپوټونه ورکړل شول.

د فرانسې خبري آژانس له کابله ليکي چې دغه کسان د طالبانو د استخباراتو ادارې لخوا نیول شوي، اما د دغه چینل له خوا يې کوم فوري تائيد موجود نه وو.

بشري سازمانونه وايي په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې حملې ډيرې شوي دي او دغه کړنې يې محکومې کړي دي.

طالبان د تیرکال په اګست میاشت کې تر شل کلنې جګړې او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، په چټکۍ بیرته واک ته ورسیدل او د لويديځ له ملاتړه برخمن د کابل حکومت يې نسکور کړ.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه