یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطلوع خصوصي تلویزیون د طالبانو د استخباراتو لخوا د خپلو درې تنو...

طلوع خصوصي تلویزیون د طالبانو د استخباراتو لخوا د خپلو درې تنو کار کوونکو نیول کېدل تائید کړل.

ويب ډیسک

 

طلوع نیوز نن جمعه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نیول شوو کسانو له ډلې، د دغه تلویزیون مسؤل خپلواک ساپی او د حقوقي برخې مسؤل نافع خلیق خوشي شوي، خو د دغه تلویزیون نطاق بهرام امان لا د طالبانو په بند کې دی.

 

طلوع نیوز ویلي چې یاد کسان پرون پنجشنبه د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت لخوا په کورنیو تلویزیونونو کې د بهرنیو سریالانو پر خپرېدو د بندیز ، د خبر تر خپرېدو وروسته نیول شوي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه