ويب ډیسک
العربیه خبریال د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۹مه خبر ورکړ، د سوریې پلازمېنې دمشق جنوب ته د اسراییلو لخوا تازه توغندیز بریدونه شوي دي.
د عربي سرچینو په حواله، دغو بریدونو د سوریې د هوايي دفاع مرکزونه په نښه کړي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون پر دمشق د اسراییلو د توغندیو د بریدونو خبر تایید کړ، د سوریې د پوځ هوايي دفاعي بریدونه د سوریې پوځ په نښه کوي.
د دې راپور له مخې، د دې هېواد دفاع د دمشق په اسمان کې د اسرائیلو یو شمېر توغندي ویشتلي دي.
د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه برید کې یو سوریایي سرتېری وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي. بریدکې سیمې ته مادي زیان هم اړولی.
بل خوا اسرائیلي پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمال کې د توغندیز برید غږونه شوي دي.
پوځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د بیت المقدس شمال ته نږدې ۸۰ کیلو متره او د لویدیځ بانک په شمالي برخه کې د ام الفهم ښار ته د خطر سیرین غږونه شوي دي.


