یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد سوریې پلازمېنې دمشق جنوب ته د اسراییلو لخوا تازه توغندیز بریدونه...

د سوریې پلازمېنې دمشق جنوب ته د اسراییلو لخوا تازه توغندیز بریدونه شوي دي.

ويب ډیسک

العربیه خبریال د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۹مه خبر ورکړ، د سوریې پلازمېنې دمشق جنوب ته د اسراییلو لخوا تازه توغندیز بریدونه شوي دي.

 

د عربي سرچینو په حواله، دغو بریدونو د سوریې د هوايي دفاع مرکزونه په نښه کړي دي.

 

د سوریې دولتي تلویزیون پر دمشق د اسراییلو د توغندیو د بریدونو خبر تایید کړ، د سوریې د پوځ هوايي دفاعي بریدونه د سوریې پوځ په نښه کوي.

 

د دې راپور له مخې، د دې هېواد دفاع د دمشق په اسمان کې د اسرائیلو یو شمېر توغندي ویشتلي دي.

 

د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه برید کې یو سوریایي سرتېری وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي. بریدکې سیمې ته مادي زیان هم اړولی.

 

بل خوا اسرائیلي پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمال کې د توغندیز برید غږونه شوي دي.

 

پوځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د بیت المقدس شمال ته نږدې ۸۰ کیلو متره او د لویدیځ بانک په شمالي برخه کې د ام الفهم ښار ته د خطر سیرین غږونه شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه