ويب ډیسک
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي تمه ده چې نړیوال د یوناما له لارې له «اسلامي امارت» سره اړیکې پیاوړې او رسمي کړي.
هغه زیاته کړې: “هیله مو داده چې د یوناما له لارې نړیوال له اسلامي امارت سره اړیکې پیاوړې او رسمي کړي، همدا ډول په بشري، طبي او عمراني برخو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ او مرسته وشي.”
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون پنجشنبه مارچ ۱۷ (کب۲۶) یو پریکړه لیک منظور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې ددې سازمان حضور د یو بل کال لپاره تمدید کیږي.


