لیک :رضامحمد رضا
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سيکرټري اطلاعات
پښتون، افغان ملت ته قدرت له امو تر اباسینه ډېر لوی او له هر ډول قدرتي نعمتو او وسایلو ډک وطن ورکړی دی.
افغان ننګیالي اولس د خپل پر افتخار ملي تاريخ په مختلفو پړاوونو کې دا ویاړلی وطن د اریانا، بخیدیا، پکتیا، پارتهیا، پښتونخوا او افغانستان په نومونو د خپلو سرونو په قربانۍ ازاد او خپلواک ساتلی دی.
افغان اولس د خپل ګران وطن او ملي استقلال، ملي وحدت، ازادۍ او خودمختارۍدفاع دنړۍ د هر یر غلګر په مقابل کې له یوناني سکندره بیا تر ننه ډېره په مېړانه کړې ده. دا تاریخي جنت نظیر وطن د اسیا زړه، د هند د نیمې وچې دروازه، د تهذیبونو زانګو او د نړۍ د تهذیبونو چوک او چارسو اوسېدلی دی.
د پښتونخوا/افغانستان طبیعي جوړښت قدرت داسې کړی دی، چې دا د لویو دنګو واورینو غرونو اوږدې لړۍ او سلسلې د ښکلو شنو درو او د پراخو ژورو ناوو د پلنو لمنو د رغونو کڅونو او د هوارو دښتونو درې واړه برخې یې برابرې دي.
لاندې او ټیټې سیمې یې د سمندر له سطحې ۲۵۰ میټرو څخه تر ۵۰۰ ميټرو پورې لوړوالی لري منځنۍ سیمې یې له ۵۰۰ میټرو څخه تر ۲۰۰۰ میټرو پورې لوړوالی لري او لوړې سیمې یې له ۲۰۰۰ تر ۷۵۰۰ میټرو پورې لوړوالی لري.
همدا وجه ده، چې دا وطن هر ډول موسمونه او هواوې لري. هر ډول بوټي، فصلونه، غلې او مېوې لري له ټولو قدرتي نعمتونو او قدرتي وسایلو مالامال دی. وګړي یې ښکلي صحت مند، توانا، زیارکښ او مېړني دي د پښتونخوا/ افغانستان ټوله رقبه او مساحت په لاندې ډول دی.
شمالي او منځنۍ پښتونخوا:
۱۰۱۷۴۱ مربع کلومیټر
جنوبي پښتونخوا:
۲۹۲۵۲ مربع کلومیټر
اټک او میانوالي:
۲۰۳۱۲ مربع کلو میټر
ټوله پښتونخوا:
(۱۹۱۳۰۵ مربع کلو میټر)
افغانستان:
۶۵۰۰۰۰ مربع کلو میټر
پښتونخوا + افغانستان + ټوله پښتونخوا:
۷۴۱۳۰۵ مربع کلومیټر
دا وطن د ځمکې د کرې پر بام اوچت واقع دی او د پامیر، هندوکش، سپین غر، تور غر، پیروز کوه رنګه لوړو غرونو باندې په ژمي واورې او په اوړي بارانونه ورېږي. چې له کبله یې پر څلورو خواوو مست او څپاند سیندونه او بهاند خوړونه بهېږي، چې بیا ځینې په لوی اباسین ځینې په لوی امو او ځینې په لوی هلمند ګډېږي.
که موږ د پښتونخوا/افغانستان پر طبیعي نقشه نظر واچوو، نو ښکاري چې لوی اباسین د لوی هندوکش له لوړو څوکو واخان او سکردو څخه سرچینه اخلي او له شماله د جنوب لور ته رابهېږي کله چې اباسین د پېښور لویه ناوه ته را رسېږي، نو د اټک پر سیمه کابل سیند ورسره ګډېږي تر دې ځایه کلپاڼۍ، برامتو، سوات، پنچ کوړه، کنړ، النګار، الیشنګ، پنجشېر، میدان وردګ، لوګر، سرخ رود، باړه او داسې نور لوی او واړه سیندونه او خوړونو کابل رود ته را ګډ شوي دي کابل سیند د پغمان له سر درو سرچینه اخلي او تر اټک پورې یې اوږدوالی ۷۰۰ کلو میټره دی او کله چې اباسین او کابل سیند سره یو ځای شي نو تر اټک لاندې له ښي اړخه کوهاټ توی، کورمه ، ټوچي، ټانک زام، ګومل ږوب درابڼ توی، موسی خېل توی، واهوا توی، او په پای کې نهړ رود هم و لوی اباسین ته راګډېږي او له کیڼه اړخه هارو او روړ هم اباسین ته راګډېږي.
دا رنګه لوی هلمند سیند د بابا غره له څوکو سرچینه اخلي او ۱۴۰۰ کلو میټره په اوږدوالي کې د ایران پر پله د هلمند و هامون ته لوېږي. چې ارغنداو ترنک، ارغان، کدنی او د پښین او کوټې لوړه او د ښوراوک تر سره رود پورې لوی او واړه سیندونه په هلمند ګډېږې بیا د بکوا په لویه دښته کې زم کېږي.
دا رنګه د هریرود سیند د سنګل اب او سرجنګل له سیندونو سره یو ځای د بابا د غره له سردرو سرچینه اخلي او تر هراته پورې د شا او خوا سیندونه او خوړونه سره یو ځای کېږي ددې سیند اوږدوالی ۷۵۰ کلومیټره دی د مرغاب سیند د پیروز کوه له لوړو سرو سرچینه اخلي ټول اوږدوالی یې ۸۰۰ کلو میټره دی. چې ۴۵۰ کلو میټره د افغانستان په خاوره کې او نور په ترکمنستان کې جریان لري.
دا رنګه د لوی امو سیند، چې اکوس Oxus او جیهون په نامه هم یادېږي د امو سیند د کوچني پامیر د زدکول له جهیل څخه سرچینه اخلي او د اورال په جهیل کې لوېږي. ددې سیند ټول اوږدوالی ۲۵۰۰ کلومیټره دی. چې ۱۲۰۰ کلومیټره له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان ګډه پوله جوړوي.
د کوکچي او قندوز سیندونه په امو سیند ګډېږي او د امو سیند ۴۰ فیصده اوبه د افغانستان له سیندونو دي.
د پښتونخوا/افغانستان د لویو دریابونو مست او څپاند سیندونو او بهاند خوړونو اوبه د پښتون/افغان ملت تر ټولو لوی او بېش بها قومي دولت دی. اوبه د ژوند بقا او د انساني ترقۍ او ابادۍ تر ټولو اهم او بنیادي وسیله ده اوبه د انرجي ارزانه ذریعه ده اوبه د زراعت او صنعت د ودې او پر مختګ اولنی ضرورت دی. ځکه خو دا ویل کېږي چې راتلونکي جنګونه به پر اوبو وي.
پښتونخوا/افغانستان د پاکستان او ایران د اوبو اصل سرچینه ده او دا، چې د پاکستان د ټولو قومونو د اوبو سرچینه او یواځینۍ وسیله پښتونخوا وطن دی. د اباسین په اوبو د پنجاب سندهـ او بلوچستان زراعت، صنعت او ټول ښارونه ودان دي د کراچۍ دنګ لوی ښار د څښلو اوبه هم د پښتونخوا له اباسینه دي.
د لوی اباسین (The Mighty Indus) سرچینه (Fountain Head)او سروخ پښتونخوا ده، د اباسین ټولې اوبه د پښتونخوا/افغانستان له واورینو غرونو رابهېږي دا رنګه د جهلم سیند د نیمو اوبو سرچینه هم پښتونخوا ده. د کنهار او نیلم سیندونه د پښتونخوا له غرونو راوزي او په جهلم ګډېږي.
په پاکستان کې دپښتون/افغان ملت د محکومۍ او محرومۍ اندازه د پښتونخوا وطن د اوبو له کېسه په ډېره اسانه کېدای شي.
که د پښتونخوا د نورو سیندونو او د باراني خوړونو د اوبو مقدار یوه خوا ته کړو او یواځې د لوی اباسین او د کابل د سیند د هغه مقدار ذکر وکړو کوم چې پاکستان په سرکاري توګه منلی دی او هغه دا، چې دا اټک او خیر اباد تر پله لاندې ۹۳ ملین ایکړ فټ (MAF) اوبه بهېږي. چې دا د پاکستان د ټولو ۱۴۲ ملین ایکړ فټ (MAF) اوبو ٪۶۵.۴۹ جوړوي د یادونې وړ ده، چې د پښتونخوا وطن د اټک تر پله لاندې هم ۱۲۰۵۰ MAF اوبه اباسین ته ورکوي.
پښتونخوا د لوی اباسین اول او بنیادي سرورخ ده او اباسین په سلګونو میله د پښتونخوا پر ځمکه بهېږي خو له بده مرغه د اباسین پر دواړو غاړو د پښتنو ټولې ځمکې وچې او شاړې پرتې دي، ځکه خو محترم مشر محمود خان اڅکزی وایي، چې پښتانه د اباسین پر غاړه لاس په دعا ولاړ دي او له خدایه باران غواړي.
د اباسین اصل او حقیقي مالک پښتون/افغان ملت دی. خو د پاکستان استعماري واکدارانو د نظریه پاکستان او اسلام په نوم د اباسین پر ټولو اوبو خپله قبضه ټینګه کړې ده او د اباسین مکمل کنټرول یې مقصد ګرځولی دی.
د پاکستان واکدارانو په ۱۹۶۰ء کې په سندهـ طاس معاهده
(Indus Basin Treaty) کې خپل درې سیندونه راوي، ستلج او بیاس پر هندوستان خرڅ کړل او بیا یې د پنجاب دغو درې وچو سیندونو ته د اباسین، جهلم او چناب اوبه اړولو لپاره د لنک کنالونو او بېراجونو (جال) نیټورک جوړول پیل کړ.
په ۱۹۵۹ء کې یې واپډا (WAPDA) جوړه کړه او د انډس بېسن سېټلمنټ پلان (Indus Basin Settlement Plan) په نامه یې د اباسین د اوبو د قبضه کولو سترې منصوبې او پراجیکټونه جوړ کړل او هغه دا چې
۱ ـ دوه لوی ډېمونه تربېلا او منګلا
۲ ـ انټر ریور لنک کنالونه
۳ ـ ۵ لوی بېراجونه او یو ون ګېټډ سایفن
۴ ـ د پخواني ۲ بېراجونو درې (۳) لنک کنالونو پخوانی نهري نظام له نوي سره جوړولو (Remodeling) منصوبې یې تیارې کړې دا رنګه یې له ۱۹۶۵ء څخه تر ۱۹۷۰ء پورې ۴۰۰ کلو ميټره اوږد نهري نظام مکمل کړ. چې په دې نهري نظام کې ۱۵۲۹۰۰ کیوسکه اوبه ځایېږي. بیا یې له ۱۹۶۲ء څخه تر ۱۹۷۰ء پورې هغه لوی بېراجونه هم مکمل کړل کوم چې ۱۰۰۰۰۰ کیوسکه اوبه و لنک کنالونو ته اړوي او په هم دې دوران کې یې پر اباسین باندې جناح بېراج، تونسه بېراج او سکهـر بېراج مکمل کړل. چې تر اباسین اوبه پنجاب، سندهـ او بلوچستان ته اړوي.
خو د افسوس خبره دا ده چې په دې ټول دوران کې یې د پښتونخوا وطن لپاره پر اباسین باندې یو بېراج، یو نهر او یو کنال هم جوړ نه کړ. حالانکه اباسین له شماله تر جنوبه د پښتونخوا پر خاوره په سلهـاوو میله بهېږي او پښتون د اباسین اصل مالک او سر ورخ دی.
دا، چې بالادست استعماري واکدارانو د ملک په مشترکه خزانه د کهربونو روپیو په خرڅولو سره د ځان لپاره د بېراجونو او کنالونو ډېر لوی نهري نظام جوړ کړ، کوم چې د اباسین د اوبو د قبضه کولو ښکاره مثال دی. دا هر څه د ون یونټ په استعماري دوره کې ترسره شو.
استعماري واکدارانو د پښتنو د تېر اېستلو او د دنیا په سترګو کې د خاورې اچولو په غرض یو انټر پراونشل (پشتونخوا او پنجاب) پراجیکټ لاندې چشمه رایټ بنک کنال وړوکې منصوبه جوړه کړه، چې صرف ۴۸۷۰ کیوسکه اوبه ځایوي حالانکه چشمه جهلم لنک کنال درویشت زره ۲۳۰۰۰ کیوسکه اوبه پنجاب ته اړوي.
استعماري واکدارانو د چشمه رایټ بنک دا وړه منصوبه هم داسې ډیزاین کړه، چې د پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ډېره لږه ځمکه خړوبوي او نورې اوبه د پنجاب و ډېره غازي خان ته ځي او دغه وړه منصوبه هم له ۱۹۷۰ء تر ۱۹۹۰ء پورې مکمله شوه. حالانکه د جرنل ضیاء د مارشلا کې د پپټرو ډالرو هیڅ کمی نه و همدا وجه ده، چې په میلینونو اېکړه قابل کاشت او ذرخېزه ځمکه په صوابۍ، هزاره، نوشهره، کوهاټ، بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعیل خان، میانوالي او اټک کې د لوی اباسین پر غاړه شاړه او غیر اباده پرده ده.
همدا سبب دی، چې د شمالي او منځنۍ پښتونخوا ټوله قابل کاشت ۷۴۵۲۱۰۰ هیکټره ځمکه کې ۶۱۰۸۳۵۶ ځمکه غیر اباده او شاړه پرته ده او دجنوبي پښتونخوا په ټوله قابل کاشت ۲۹۳۴۹۶۱ هیکټره کې ۶۲۵۴۴۲۹ هیکټره ځمکه شاړه او غیر اباده پرته ده.
څومره د افسوس خبره ده، چې د ټیکنالوجۍ په دې تېزرفتاره زمانه کې دلفټ اریګېشن، لنک کنالونو د هایډرو پاور، انرجي پوټینشل د ټولو امکاناتو باوجود هم د پښتونخوا وطن قابل کاشت ځمکه لا تر اوسه غیراباده او شاړه پرته ده دا د پښتون\ افغان د قومي محکومۍ او محرومۍ هغه صورت حال څرګندوي، چې د هغه په وجه په پښتونخوا کې نه زراعت شته نه پر زراعت ولاړ صنعت شته نه د روزګار وسیله شته، همدا وجه ده چې د پښتونخوا وطن خواري کښ ولس او ارزان لېبر فورس، د لکهـونو په تعداد کې په ټوله نړۍ کې خواره دي او د مسافرۍ او در په درۍ له ژوند سره مخامخ دي، ټول پښتون/افغان د بدترین غربت ناخواندګۍ بیمارۍ، سماجي، معاشي او ثقافتي پسماندګۍ ښکار دي.
بله دا، چې بالادست استعماري واکدارانو د جنرال ضیاء د فوجي امریت او ۱۹۷۵ء مارشلایي ایین د اتم ترمیم او اسلامي جمهوري اتحای (IJI) په مرسته پر پښتونخوا وطن باندې د اباسین د اوبو د تقسیم ناروا پښتون دښمنه معاهده ۲۱ مۍ ۱۹۹۱ء په زوره مسلط کړه او دا، چې دا استعماري معاهده نه د پارلیمنټ مشترکه اجلاس ته وړاندې شوه او نه په پارلیمنټ کې منظور کړل شوه حالانکه د مارشلا په ایین کې هم د پارلیمنټ منظوري لازمي وه او دا هم، چې پښتون په دې ناروا معاهده کې یو غیر مساوي فریق و. د معاهدې په (۲م) (۴م) او (۵م) شقونو کې د اوبو د تقسیم په منل شوي اصولونو کې دا لازمي ده، چې د خریف او ربیع په دواړو موسمونو کې د اباسین د اوبو په تقسیم کې د پنجاب برخه ۵۵۰۹۴ MAF د سندهـ برخه ۴۸۰۷۶ MAF دشمالي پښتونخوا برخه ۸۰۷۸ MAF او د بلوچستان برخه ۳۰۸۷ MAF ده.
او دا، چې د سیندونو په پاتې اوبو کې په سیلابي اوبو او د مستقبل په ذخیره کېدونکې اوبو په تقسیم کې د پنجاب برخه ٪۳۷ سندهـ برخه ٪۳۷ شمالي پښتونخوا برخه ٪۱۴ او د بلوچستان برخه ٪۱۲ ده.
پنجاب، چې د جهلم او چناب ۴۹=۲۶+۲۳ MAF اوبو سرورخ (اپر ریپېرین) دی هغه ته ۵۵۰۹۴ MAF برخه ورکړل شوه او پښتونخوا چې داباسین ۹۳ MAF او اپر ریپېرین یعنې سرورخ ده هغې ته صرف ۸۰۷۸MAF اوبه برخه ورکړل شوه.
دا رنګه دملک په ۱۱۷ MAF تقسیم شوې اوبو کې د پنجاب برخه ٪۴۸۰۲۵ او د پښتونخوا برخه صرف ٪۷۰۵ ده.
دا، چې د پنجاب او سندهـ برخې MAF ۱۰۵=۴۸.۷۶+۵۵.۹۴ جوړېږي، چې د ملک د بېراجونو او کنالونو په نظام کې ځایېدونکې MAF ۱۰۵ د سره بلکل عین برابره ده همدا وجه ده، چې پنجاب او سندهـ د پښتونخوا او بلوچستان لپاره نوي بېراجونه او کنالونو جوړولو ته هیڅ ډول تیار نه دي ولې، چې د پښتونخوا او بلوچستان د برخې اوبه هم پنجاب او سندهـ استعمالوي او د دوی جنګ هم پر دې اضافه اوبو دی.
د اباسین د اوبو د تقسیم په دې ناروا معاهده کې د پښتونخوا د اوبو حق او ضرورت په نظر کې و نه ساتل شو او پښتونخوا د انډس واټر ریکارډ ۱۱۷ MAF اوبو په تقسیم کې له خپله حقه او د مستقبل په اوبو کې هم له خپله حقه محرومه وساتل شوه. ځکه خو پښتون/افغان ملت د اباسین د اوبو د تقسیم دغه پښتون دښمن معاهده د تل لپاره مسترد کړه.
استعمارګرانو د لوی اباسین اوبه په خپله قبضه کې راوستلو پس ټول اباسین قبضه کولو او پر اباسین د خپل ملکیت قایمولو استعماري پلانونه تیار کړل. چې د کالاباغ پر مقام د اباسین و مخ ته داسې لوړ دېوال جوړ کړي. چې له کالاباغه تر اټک پُل پورې په دا سل 100 میله اوږده تنګه ناوه کې د اباسین اوبه ډم کړي او بیایې په لنک کنالونو کې دپنجاب وچو سیندونو ته واړوي.
خو دا دپښتون/افغان ملت نېک بختي وه، چې ډېر ژر د کالاباغ ډېم په تباکُن اثراتو و پوهېد، چې د کالاباغ ډېم په وجه به د اټک پر پُل د اوبو یو داسې لوړ دېوال جوړ شي، چې د اباسین او دکابل سیند مخه به ونیسي او په زیم او سیلابونو به نوښار، صوابۍ، مردان، چارسده او د پېښور ټوله ناوه تر اوبو لاندې راشي او دا رنګه به د ګندهارا د لرغوني تهذیب او دپښتون/افغان ملت لوی مرکز د خپلو سیندونو په اوبو کې ډوب شي، ځکه خو سایل وویل:
زما نوښار زما مردان او پېښور ډوبوي
د هیچا للمې دې سمسورې نه شي
بیا هغه وو، چې پښتون/افغان د کالاباغ ډېم توره استعماري منصوبه د تل لپاره مسترد کړه.
استعماري واکدارانو، چې د کالاباغ ډېم په خطر کې ولید، نو د هغه د متبادل په توګه یې د حسن ابدال په څنګ د اکوړې ډېم بله استعماري منصوبه وړاندې کړه بیا یې په لومړي قدم کې داباسین و مخ ته تر تربېله لاندې د غازي پر مقام یو بل دېوال جوړ کړ او له غازي تر بروته او کامره پورې یې دومره لوی نهر جوړ کړ، چې ټول اباسین یې له خپلې قدرتي لارې د اټک هغه ناوه ته راوړه، چې دا وخت د پنجاب د استعماري واکمنۍ په صوبایی واکمني کې شامله ده.
پر غازي بروته منصوبه باندې ۲۰۰ ارب روپۍ له مشترکه خزانې خرڅ شوې د بروتې بجلي ګر د اباسین په اوبو ۱۴۵۰ مېګاواټ بجلي پیدا کوي، چې د ملکیت دعوېدار یې پنجاب دی حالانکه اټک او میانوالي د پښتونخوا وطن نه بېلېدونکې برخې دي او د اباسین پر دواړو غاړو له واخانه تر ډېره غازي خانه پښتون/افغان اباد دی.
استعماري واکداران پخه اراده لري، چې په دووم قدم کې له بروته او تربېله څخه د اباسین اتیا زره ۸۰۰۰۰ کیوسکه اوبه د پنډۍ و ناوه ته راواړوي په اکوړې ډېم کې یې ذخیره کړي او بیا دا رنګه ټول اباسین په خپله قبضه کې واخلي.
د پنډۍ او اسلام اباد د څښلو د اوبو منصوبه هم ددې استعماري منصوبې برخه ده استعمارګران غواړي، چې دڅښلو د اوبو په بهانه له غازي بروته څخه تر پنډۍ پورې په دوو لویو پایپ لاینونو کې داباسین اوبه تر مارګلې واړوي او دا رنګه د ټول اباسین د کنټرولولو لار خلاصه کړي.
خو د خوشالۍ خبره دا ده، چې اوس وخت د استعمارګرانو له لاسه وتلی دی اوس د پښتون/افغان ملي شعور بیدار دی اوس دا توان څوک نه لري، چې دا ډول استعماري منصوبې په زور پر پښتون/افغان ملت مسلط کړي.
د پښتونخوا وطن ټولو نماینده قومونو او د پښتونخوا وطن نماینده صوبایی اسمبلۍ دا ډول استعماري منصوبې مسترد کړې دي.
د پنجاب او سندهـ په نهري نظام کې ۱۰۵ MAF اوبه بهېږي، خو دا ټول نهرونه، ښاخونه او لښتي نا پوخته دي هم دا وجه ده، چې په دې نهري نظام کې ۴۷ MAF یعنې ٪۴۵ اوبه په لاره کې ضایعه کېږي او تر فارم ګېټ پورې نه رسېږي.
د ناپوخته نهري نظام په وجه د پنجاب او سندهـ په میلینونو اېکړه ځمکه سیم و تهور (زیم او مالګه) تبا کړه ثبوت یې دا دی، چې استعماري واکدارانو له مشترکه خزانې څخه اوه نیم ۷.۵ اربه روپۍ د سکارپ پر منصوبه خرڅې کړې، چې د سیم او تهور نقصانات کنټرول کړي.
خو له دومره لوی خرڅ باوجود هم د سکارپ منصوبه ناکامه شوه بلکه سیم و تهور د پنجاب او سندهـ نورې ځمکې هم تبا کړې. حقیقت خو دا دی، چې پنجاب او سندهـ ته د اوبو د پراوانۍ په وجه د سیم او تهور مسله ور پېښه ده.
د پاکستان پارلیمنټ په ۲۰۰۳ کې د سینېټر نثارمېمن په مشرۍ کې یوه پارلیماني کمېټۍ جوړه کړه، چې په ملک کې د اوبو د مسلې تفصیلي جایزه واخلي او پارلیمنټ ته خپل رپورټ وړاندې کړي.
دې کمېټۍ په خپل رپورټ کې ثابته کړې ده، چې د پاکستان نهري نظام سل کاله زوړ دی دا وخت د پاکستان نهري او اریګېشن نظام کې د لویو نهرونو او د هغو د ښاخونو اوږوالی ۱۴۶۳۷ کلوميټره دی او دا، چې یو سل پنځه ۱۰۵ MAF اوبه د لویو نهرونو د هغوی د ښاخونو او وړو لښتیو په ۶۴۴۷۹ کلو میټره اوږده نهري او اریګېشن نظام کې بهېږي او دا، چې ټول نهري او اریګېشن نظام ناپوخته او خام دی همدا وجه ده، چې ۴۷ MAF اوبه تر فارم ګېټ رسېدو مخکې ضایع کېږي.
کمېټۍ سفارش کړی دی، چې د نهري نظام په پخولو سره دا ۴۸ MAF اوبه دې محفوظ کړل شي.
دا وخت د بلوچستان په ټوله ۳۳.۱۵ ملین اېکړه په قابل کاشت ځمکه کې ۴.۵۰ ملین ایکړه ځمکه اباده او ۲۸.۲۵ ملین اېکړه قابل کاشت ځمکه غیراباده ده، چې ټوله قابل کاشت غیر اباده ځمکه یې ٪۷۶ ده دا دپښتون او بلوڅ دواړو قامونو ځمکه ده.
د شمالي پښتونخوا په ټوله قابل کاشت ۶.۵۵ ملین اېکړه ځمکه کې ۲۰۱۲ ملین اېکړه ځمکه اباده ده ۴.۴۳ ملین اېکړ قابل کاشت ځمکه غیر اباده او شاړه ده یعنې قابل کاشت ځمکه یې ٪۶۸ غیر اباده پرته ده.
د پنجاب په ټوله قابل کاشت ۲۳.۳۵ ملین اېکړه ځمکه کې ۲۰.۷۸ ملین اېکړ ځمکه اباده او ۲۰۵۷ ملین اېکړ ځمکه یې غیر اباده ده یعنې په ټول پنجاب کې ٪۱۱ ځمکه غیر اباده ده. او شاهد، چې هم د اټک او میانوالي ځمکه ده او د سندهـ په ټوله قابل کاشت ۱۲۵۳ ملین اېکړه ځمکه کې ۱۲.۷۲ اباده او ۳.۲۱ ملین اېکړ غیر اباده ده یعنې ٪۲۰ قابل کاشت ځمکه یې غیر اباده ده. له دې رپورټ څخه دا ثابتېږې، چې د اوبو د کمۍ او شاړو غیرابادو ځمکو د ابادولو مسله صرف یواځې پښتونخوا او بلوچستان ته ورپېښه ده.
په پنجاب او سندهـ کې د اوبو د کمي مسله نشته که دا مسله وای نو دوی به خپل نهري نظام پوخ جوړ کړی وای او ضایع روانې ۴۸ MAF اوبه به یې په کار را وستلې وای.
همدا وجه ده، چې دوی ته د ډېمونو د جوړولو ضرورت هم نشته که دوی ته د ډېمونو ضرورت وای نو تر ټولو اول به یې پر اباسین باندې سکردو ته نژدې کټ زړه ډېم جوړ کړی وای، چې په هغه کې ۳۵ MAF اوبه ذخیره کېدای شي او هغه ۱۵۰۰۰ مېګاواټه ارزانه بجلي پیدا کولای شي که دوی وغواړي،
نو د پښتونخوا پر سیندونو او خوړونو لسګونه لوی او په سلګونو واړه ډېمونه په ډېر لږ قیمت جوړېدای شي او دا، چې د اباسین او سوات پر سیندونو ۵۰۰۰۰ مېګاواټه بجلي جوړېدای شي، خو استعماري واکداران دا ځکه نه غواړي، چې په داسې ډېمونو او بجلي ګرونو به د پښتونخوا وطن انفراسټرکچر جوړ شي او دا رنګه به پښتون افغان ملت پر خپل وطن اباد او ښاد شي
دا وګړی په وجود څومره غني دی
خو په برخه جوارګر دی تاواني دی
تار تار پروت دی چا را ټول نه کړو سايله
د پښتون و طن ګرېوان د لېوني دى


