دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد چين بهرنيو چارو وزارت: د امريکا نوې کړنې به له ځوابي...

د چين بهرنيو چارو وزارت: د امريکا نوې کړنې به له ځوابي اقداماتو سره مخ شي

ويب ډیسک

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ د مارچ په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکا د تهدید په اړه څرګندونې وکړې.

نوموړي په اشارې وويل، چې امريکا په دې وروستيو کې د چين په اړه ډېرې تحريک کوونکې خبرې کړي دي.

د امريکا دغې خبرې څرګند ظلم او ګواښ بلل کيږي او د امريکايي حکومت د سړې جګړې مفکوره او د ډله ييزې مقابلې نظريې يې په ډاګه کړي دي.

چين د اوکراين مسئلې په اړه عيني او عادلانه رويه لري او د دغو چارو د اصلي بڼې له مخې يې خپلواکه پرېکړه کړې او خپلې نظريې يې څرګندې کړي دي.

چين د خبرو اترو او د ترينګلي وضعيت د ارامولو غوښتنه کړې او د اوسني بحران د حل لپاره يې خپل پېشنهاد وړاندې کړی دی.

هغه جعلي معلومات، چې د چين د هڅو رد او د چين د نظريو او نيت تحريف غواړي، غېر مسئولانه او غېر اخلاقي دي.

جاو لي جيان وويل، چې چين د امريکا له هر ډول يو اړخيز بنديز سره مخالفت کوي. که امريکا پر خپلو ناوړو کړنو ټينګار وکړي، نو چين به يې پر وړاندې ځواکمن ځوابي اقدامات ونيسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه