ويب ډیسک
ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه فوق العاده ناسته کې د اوکراین د کړکېچ په اړه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو په ګټه تصویب کړ.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې امریکا او البانیا معرفي کړی، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو «عمومي اسمبلۍ» د اوکراین کړکېچ د څېړلو لپاره بېړنۍ غونډه راوبولي.
د غونډې غوښتنه لویدیځو هېوادونو کړې، اوکراین ته د روسیې د پوځي جارحیت په اړه په عمومي اسمبلۍ کې د ۱۹۳ هېوادونو د دریځ غوښتنه کړې. ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ غونډه ترسره شي.
روسیې دې پرېکړه لیک ته د نه رایه ورکړه او د متحده عربي اماراتو، چین او هند درې هېوادونو په بې ساري توګه رایه ورکړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار کړی چې روسیه د اوکراین کړکېچ د څېړلو لپاره په غونډه کې «ویټو» نه شي کارولی.
د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د عمومي اسمبلۍ پرېکړې د ویټو وړ نه دي.
هغه د اټومي وسلو د کارولو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونې هم خورا خطرناکې وبللې.
امریکايي استازي زیاته کړه: نړۍ په اوکراین کې د روسیې چلند څاري او ټینګار کوي چې «موږ به روسیه ته اجازه ورنکړو چې د اوکراین په خاوره کې جنګي جنایتونه وکړي.»


