ليک او څېړنه – اکبر سيال
په انګليسي کې چې ګوريلا ورته وئيلی شي۔۔ په سندهۍ کې بولو په چترالۍ کې برمانو او په اردو ژبه کې بن مانس وايي۔۔ پښتانه ورته برماڼو وايي ۔۔د يوې اندازې مطابق دا وخت په دنيا کې د دوي تعداد تر يو لاکو پورې دی چې څلور زره ګوريلا په کې د انسانانو په قيد کې دي۔
دوي په لرو پرتو غرئيزو ځنګلي او واورينو سيمو کې ژوند کوي۔۔ د برماڼو د اوسيدو ځايونه بيخي پټ وي۔۔ او شکل يې د ارتقا د پوهانو مطابق د ابتدايي قديمي انسان سره ميلاويږي۔۔دده په شا سپين او مخ ته تور زئيړ بخن ويخته وي۔
ددوي په حقله عمومي رايې دا ده چې دوي تشدد پسند وي ولې د طبعيت په لحاظ د دوي مزاج يخ وي او ترهګر هم نه وي۔۔البته د خپلې دفاع په وخت د هر قسمه حملې کولو نه مخ نه اړوي۔۔ عجيبه دا چې د برماڼو کړه وړه د انسانانو سره هم څه نه څه سمون خوري۔۔
دغه ابتدايي ځناور نما انسان د افريقې په بيلا بيلو سيمو لکه يوګنډا , نايجيريا, کيمران , کانګو , انګولا وغيره کې موندې شي۔۔دوي د انسانانو نه لرې ډير لرې په لوړو غرونو او ځنګلونو کې ژوند کوي۔۔ځينې خلک دوي ته سنو مين (Snow men) هم وايي۔۔ د دوي نسل زوال پزير دی
۔د بټګرام د يوې پښتنې ذووالوجسټ ميرمن سيمي ګل د خولې خبره ده هغه وايي چې د دې مور ګل شايرون چې لا وړه وه او د پلار سره به غر ته تله۔۔هغې د هزارې د بټګرام د سيمې په يو غر چې په شبوره نوميږي دغلته ګوريلا په خپلو سترګو ليدلې و ۔۔
د برطانيې يوې 26 کلنې پيغلې ” جان ګوډيل ” د ګوريلاګانو په لټون کې 35 پنځه ديرش کلونه په تحقيق کې تير کړي دي۔۔
زه اکبر سيال چې د کال 2021 په 7مه جولايي د خپل ورور محمد شيرين خان سره چترال ته لاړم۔۔نو دغلته د غازي عمرا خان بابا د کشر زوي عبدالقادر خان بابا نمسو حيات الله خان , ضياالله خان او عمر خان زمونږ تود هرکلی او درنه ميلمستيا وکړه۔۔ مونږ ښاغلي ضيا الله خان يوه ورځ د کوه هندوکش په لمن کې ميشته د کيلاش درې ته په چکر بوتلو۔۔په بمبوريت کې مو شپه بغير پکي نه په کمبل کې تېره کړه۔۔دا زما د ژوند يو پياوړی چکر وه ۔
سبا سحر مو د کيلاش درې ښې نندارې وکړې۔۔ په دغه مهال مونږ د کيلاشيانو اديرې ته هم لاړو۔۔ چرته چې به مړي په تابوتونو کې پټ د زمکې د پاسه ايخودلې شول۔۔او هم په دغه تابوتونو کې به يې هډوکي خاورې شول۔۔ددغه مړو سره به په تابوتونو کې د دوي مال وزر هم ايښودلې کيدل۔
چې روسته بيا د سيمې خلکو ددغه تابوتونو نه د مال او زر د پټولو او غلا کولو په نتيجه کې اوس کيلاشيانو خپل مړي په خپله اديره کې خخول شروع کړي دي او مال او زر ورسره ايخودل بند شوي دي۔۔
د کيلاش د خلکو په حقله يوه عمومي رايې دا ده چې دا خلک د يوناني يرغلګرو نه دلته پاتې شوي قبيله ده۔۔دوي د رنګ او قد و مات په لحاظ ښکلي خلک دي۔۔خپله ځانګړي ژبه او منفرد کلتور لري۔
د کيلاش نه پورې غاړه د کافرستان چې اوسنی نوم يې نورستان دی, سيمه په افغانستان کې ميشته ده۔۔د کيلاش او نورستان غم ښادي رشتې او کړه وړه شريک دي۔
ددې درو او ګل درو دا خلک مسلمانان نه دي۔۔البته د تبليغي جمات خلک ورپسې شوي دي او ورځ په ورځ دغه ځانګړی کلتور له مينځه ځي۔۔د مسلمانيدو نه پس په دوي د شير خطي رسم هم ادا کولی شي۔۔چې اکثر خلک په کې د مستقلو مرضونو سره مخ شي۔۔
په دغه اديره کې د بنجو يانې د ديارو ونې د ليدو سره تعلق لري۔۔ضياالله خان د بنجو د يوې دنګې ونی ډډ په لويشتو ناپ کړ چې تقريبا ديرش پوټه تنه او درې څلور سوه پوټه دنګ والې يې لرو۔۔ يو ملګري ددغه ونې عمر د پنځه سوه نه تر زر کالو وښودو۔۔د بنجو ديارو ونې په چترال او په کيلاش کې ځای په ځای په لوي مقدار کې موجودې دي۔
دغه ونې په يخو ځايونو کې دوام دارې وي او لرګی يې ډير مظبوط وي۔۔په فرنيچر او اباديو کې په کار راوستلې شي۔۔نن سبا د بنجو لرګی ډير زيات ګران شوی دی۔۔ په پښتنه سيمه کې د تيرو څلويښتو کلونو د اړي ګړي په نتيجه کې د ديارو دغه قيمتي ونې په بې دردۍ سره وريبلې شوې۔۔
په دغه مقبره کې مونږ وليدل چې د سپين د يو وګړي قبر هم په کې موجود وه۔۔دده په قبر يې دده نوم جورډي فيډرياکو مارګن ليکلی دی۔۔JORDI FEDERICO MARGN.۔۔ دغه جورډي په کال 2002 کې چا نامالومه کسانو حلال کړي وه او د هغه د وصيت مطابق د کيلاشيانو په مقبره کې دفن کړی شوی دی ۔۔
جورډي Zoologist وه۔۔ يانې د ځناورو ساينسدان۔۔ذوولاجي ته علم حيوانات هم وايي۔۔او ددې علم ذده کوونکي ته ANIMAL SCIENTIST هم وايي۔۔
د جورډي په حقله د سيمې پوهانو داسې وئيل چې دغه څېړن کار د هندوکش دغه غرونو ته په دې نيت راغلی وه چې دلته ګوريلاګان ومومي او خپلې څيړنې له د يوې ساينسي تجزيې شکل ورکړي۔۔د مقامي پوهانو مطابق جورډي په بمبوريت کې لس دولس کلونه تير کړي وو۔
خپل بچي قوم او وطن يې په دې کار پسې مکمل پرېښي وو ۔۔مرام يې دا و چې د هندوکش په دې غرونو کې به د هغه ملاقات يو ځل خامخا د برماڼو او يا ګوريلاګانو سره وشي۔۔ددې مقصد د حصول د پاره هغه په بمبوريت کې په يو تمبو کې لس دولس کاله تير کړي وو۔
وايي چې دده سره به يو سپی او يو کيلاشی هلک يو ځای په تمبو کې پاتې کيدل۔۔ جورډي څو څو ځله د کيلاش دنګو دنګو غرونو ته تلی و او د روزانه په بنياد به هغه خپله تجزيه کوله او ليکله۔۔
ما ته په دغه موقه څو څو کسانو دا هم اووئيل چې هو د هندوکش په دې دنګو دنګو واوورينو غرونو او ځنګلونو کې ګوريلا ګان وسيدلي او وخت په وخت خلکو ليدلي دي۔۔وايي چې د برماڼو شکل انسان ته ورته دی۔۔
د جورډي خواهش او ارمان وه چې ګوريلګان د نزدې نه اوويني۔۔او خپل ساينسي تحقيق مکمل کړي۔۔ما په دغه دره کې ځينې زاړه زاړه کيلاشيان هم وليدل چې قورارې يې کم و زيات د ګوريلګانو سره سمون خوړو۔۔ د جورډي دا پوخ يقين و چې يو ځل به هغه د قديم انساني نسل دغه مخلوق اوويني۔۔
خو افسوس چې جورډي د پښتون خواه په دې بې زرره او بې ازاره سيمه کې چا ژوند او تحقيق کولو ته پرېنښودو۔۔هغه يې د شپې حلال کړ ۔۔ د هغه مات ګوډ مال او زر يې ترې هم يوړل۔
خو دغه قاتلانو چې کوم تاريخي ظلم وکړ هغه دا دې چې دده ټولې ليکنې تحقيق او څيړنې يې هم غلا کړی۔۔جورډي د هندوکش په لمن کې د قديم انساني نسل ګوريلا ارمان ګور ته يوړو۔۔روح يې ښاد –


