دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان به تر مارچ پورې به د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي...

طالبان به تر مارچ پورې به د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي پرانيزي

ویب ډیسک

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي په دوحه کې د اروپایي ټولنې له استازو سره وکتل.

 

د فبرورۍ پر ۱۵مه تر ملاقات وروسته، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن پر ټوېټر ليکلي چې اروپایي ټولنه له اړمنو افغانانو سره پر مرستو ټینګار کوي او د ۵۰۰ مېليونه یورو مرستو پر ژمنې ولاړه ده.

 

نېکلسن زیاته کړې چې طالب پلاوي ورته ويلي‌ دي‌ چې تر مارچ پورې به د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي او همداراز، ټول پوهنتونونه پرانیزي. دمګړۍ په ځينو ولايتونو کې تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو ښوونځي بند دي.

 

طالبانو ويلي ول چې دا ښوونځي به د شرعي چوکاټ تر برابرولو وروسته پرانیزي. دوی د دې شرعي چوکاټ وضاحت نه وو کړی.

 

خو په افغانستان کې د ګرمو سیمو دولتي پوهنتونونه د فبرورۍ پر دویمه د نجونو پرمخ بیا خلاص شول. د ننګرهار پوهنتون زده کوونکي وايي، اوس نجونه په بېل وخت کې او هلکان جلا زده کړې کوي.

 

توماس نېکلسن ليکلي چې د مرستو پیسې به د ملګرو ملتونو له لارې پر خوراکي موادو، روغتیا، زده کړو او د ژوند د لومړنیو اړتیاو په برخو کې ولګوي. نوموړي په خپل ټويټ کې لیکلي چې د اروپایي ټولنې او طالبانو پلاوو له یو بل سره ومنله چې مخامخ او انلاین خبرې به ادامه پیدا کړي.

 

نېکلسن زیاته کړې چې په افغانستان کې په زور د خلکو غیبولو، غيرقانوني نیونو او له ښځو سره د ناسمې رویې په اړه یې هم د طالبانو پلاوي ته خپلې اندېښنې څرګندې کړې. “موږ د همه شموله سیاسي استازيتوب د کمي او په سېسټماټيک ډول د ښځو ترڅنګ د اقلیتونو حقونو نه ورکولو په اړه هم اندېښنې وښودې.”

 

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د ښځو په ګډون د یوشمېر فعالانو د ورکېدو رپورټونه خپاره شول. د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو تور پورې کړی چې طالبان هغه کسان نیسي او ورکوي یې. خو طالبانو دا تور رد کړی. البته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر درېيمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې هغه فعالان اکثر بهر هېوادونو ته د تګ لپاره د ده په خبره، د قضیو جوړولو هڅې کوي.

 

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه په یو بیان کې ویلي دي چې دوی له اروپایي ټولنې د زده کړو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

 

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي ول چې د دوحې د غونډې هدف د بشري مرستو جلبول، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ خلاصول، اقتصادي مسلې او د افغانستان اړوند پر نورو موضوعاتو باندې بحث دی.

 

طالبانو د اګست په ۱۵مه کابل ته په ننوتو تېر جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ او د چارو واګي‌ یې په خپلو لاسونو کې واخیستل. خو لا هم د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. نړیوالو له طالبانو غوښتې چې د ښځو د زده کړو او حقونو د ورکړې تر څنګ د بيان ازادي یقيني کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه