دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامريکا به اروپا ته نور زيات ځواکونه ولېږي

امريکا به اروپا ته نور زيات ځواکونه ولېږي

ويب ډیسک

د امريکا د دفاع وزارت د فبرورۍ په ۲مه نېټه اعلان وکړ، چې اروپا ته به نور زيات ځواکونه ولېږي، څو د روسيې او اوکراين ترمنځ ګډه سرحدي‌ سيمه کې رامنځته شوي کړکېچ مخه ونيسي.

د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ګلوشکو په دې اړه ويلي، چې د امریکا ياده پرېکړه به اوسنی‌ پوځي وضعيت نور هم کړکېچن کړي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند په همدې ورځ مطبوعاتي‌ غونډه کې وويل، چې امريکا به په راتلونکو څو ورځو کې د شمال کارولينا ايالت له براګګ پوځي‌ اډې څخه شاوخوا دوه زره سرتيري جرمني او پولنډ ته ولېږي. هغه زر امريکايي سرتيري به رومانيا ته ولېږي، چې اوس په جرمني کې ميشت دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه