ویب ډیسک
د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غونډه کړې او پر مهمو مسائیلو خبرې شوي.
د مصالحې عالي شورا وایي په دې غونډه کې چې حکومتي چارواکو، ملي او جهادي مشرانو ګډون کړی وو، د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې ددې ناستې هدف دادی څو د امریکا له خوا په وړاندې شوې طرحې خبرې وشي او د افغان سولې په تړاو سیمه ییزې او نړیوالې ناستې چې نږدې راتلونکې کې جوړیږي افغان لوری باید روښانه او واضح دریځ ولري.
د خبرپاڼې له مخې د غونډې ګډونوالو په هېواد کې د سولې او اهمیت او ضرورت ته په کتو په ټینګار سره ویلي، چې په هېواد کې د سولې ټنګښت په برخه کې له هر ګام څخه هرکلی کوي.
د مصالحې شورا وایي دې ناسته کې د هېواد ملي مشرانو او رهبرانو د سولې پروسې د سرعت، د افغان سولې څخه د ملي، سیمه ییز او نړیوالې اجماع پر تقویت، د یو سرتاسري او تلپاتي اوربند په ټنګېدو، د تاوتریخوالي په ختمېدو او د یوې تلپاتې، باعزته او ټولشموله سولې پر ټنګښت ټینګار کړی دی.


