ویب ډیسک
په برېښنایي تذکرو کې د نور قومونو د زیاتېدو پریکړې بیلابیل غبرګونونه پارولي دي.
د معلوماتو او احصایې ملي ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د سترې محکمې د پرېکړې له مخې برېښنايي تذکره کې د نورو ډېرو قومونو نومونه هم ثبتېدلی شي،
خو د ولسمشر د دویم مرستیال ترڅنګ،یوشمېر سیاسیونو په دې پریکړه غبرګون ښودلی.
سرور دانش، عطا محمد نور، صلاح الدین رباني او ځینو نورو سیاسیونو دغه پریکړه ناسمه بللې او وایي هغه څه مسلکي او علمي اړخ نه لري چې برېښنايي تذکره کې د ثبت لپاره د قومونو د نوملړ په توګه خپاره شوي دي.
خو یوشمېر نورو بیا د دې پریکړې هرکلی کړی او وایي ټول قومونه حق لري،چې په برېښنایي تذکرو کې یې د قوم نوم ذکر شي.


