سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجو بايډن پر طالبانو غږ کړی چې تښتول شوی ساختماني انجينر او...

جو بايډن پر طالبانو غږ کړی چې تښتول شوی ساختماني انجينر او قراردادي مارک فریرېکس دې خوشې کړي.

ویب ډیسک

د امريکا ولسمشر جو بايډن پر طالبانو غږ کړی چې تښتول شوی ساختماني انجينر او قراردادي مارک فریرېکس دې خوشې کړي.

 

دا په داسې حال کې ده چې له کابله د مارک فریرېکس د تښتونې دوه کاله پوره شول.

 

فکر کېږي چې نوموړی چې د امريکا سمندري ځواکونو پخوانی عسکر دی، ښايي له طالبانو سره د تړلې ډلې حقانې شبکې په ولکه کې وي.

 

سپینې ماڼۍ د جنورۍ پر ۳۰مه په يوه بيان کې ويلي چې د امريکايانو يا د بل کوم “بېګناه” ولسي وګړي امنیت ته ګواښ پېښول “هېڅکله د منلو وړ نه دي” او په خاصه توګه يو څوک “برمته کول ظلم او بزدلي” ده.

 

په بیان کې راغلي، که طالبان غواړي د مشروعيت په اړه يې غور وشي نو بايد فریرېکس سمدستي خوشې کړي.

 

بیان زیاتوي چې دا هغه څه دې چې ان خبرې اترې هم ورباندې نه شي کېدای.

 

طالبانو د سپینې ماڼۍ د بیان په غبرګون څه نه دي ویلي.

 

د مارک فریرېکس خور شارلین سېکورا د بیان پر خپرولو د جو بايډن مننه کړې ده او ويلي يې دي چې دوی اصلاً غواړي چې “مارک خپل کور ته ستون شي.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه