ويب ډیسک
د افغانستان بانک مسوولین وايي چې په مرکزي زون کې یې ۱۵۰ میلیونه زړې او له کاره لویدلې افغانۍ د یوه پلاوي په حضور کې سوځولي دي. د دې بانک مسوولین وايي چې هڅه کوي له بازار څخه زاړه او له کاره لویدلي بانکنوټونه راټول کړي او خلکو ته نوي بانکنوټونه وړاندې کړي.
په افغانستان کې تر ډیره پورې مالي راکړه ورکړه په نغدي شکل کیږي چې له کبله یې افغانۍ د وخت په تیریدو سره زړیږي او له کاره لویږي.
د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «په راټولو شویو بانکنوټونو کې د افغانۍ لسګون او شلګون نوعې شاملې وې، چې د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو څانګو استازو په شتون کې تر دقیقې شمېرنې وروسته بارګیري او د سوځولو ځانګړو کرو کې له منځه یوړل شول.»
په افغانستان کې واک ته طالبانو تر رسیدو وروسته افغانۍ په دوامداره شکل خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی خو په دې وروستیو څو ورځو کې افغانۍ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت بیرته لږ څه لوړ کړی دی.
سربیره پر دې، په افغانستان کې بانکي سیستم هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی او افغانان په بازار کې د نغدو پیسو له کمښت او همدا راز د بیو له لوړوالي هم شکایت کوي.


