دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بشري حقونو د څار سازمان: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره...

د بشري حقونو د څار سازمان: نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره په مرستو کې ښځو ته لومړیتوب ورکړي

ويب ډیسک

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ وايي طالبانو له کاره د ښځو د اېستلو او د ډېرو کورنیو د نفقې د ګټونکو د وزګارولو له لارې د افغانستان روان حالت نور هم کړکېچن کړی دی.

د هیومن رایټس واچ د ښځو د حقونو د څانګې مرستیالې هیدربار ازادۍ راډیو ته وویل، طالبان باید پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې په دوحه کې او پر افغانستان له واکمنېدو وروسته یې د ښځو د تعلیم او کار په برخه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

د بشري حقونو د څار د سازمان دې چارواکې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغانستان سره په مرستو او خپلو هڅو کې ښځو ته لومړیتوب ورکړي.

طالبانو پرون یوځل بیا ډاډ ورکړ چې نجونې به د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم ښوونځيو ته ولاړې شي خو د ښځو د کار په برخه کې یې کومه ځانګړې تګلاره تراوسه نه ده اعلان کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه