دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد طالبانو حکومت امر کړی چې له دې وروسته مسافر له پنځه...

د طالبانو حکومت امر کړی چې له دې وروسته مسافر له پنځه زره ډالرو زیات له افغانستانه نه شي ایستلی.

ويب ډیسک

د کابل د هوايي ډګر سرپرست عبدالهادي حمدان ویلي، افراد یا کورنۍ دې له ټاکلې اندازه ډالرو زیات نه وباسي.

هغه وویل چې له دې حکم څخه سرغړونه کوونکي به ونیول شي او عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي شي.

 

د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر نوی حکم صادر شوی دی.

 

مخکې به هر مسافر له افغانستانه د وتلو پر مهال تر لس زره ډالرو پورې ځان راوستلای شوای.

 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هېواد د نغدو پیسو له سخت کمښت سره مخ دی. له دې هېواد سره د نړۍوالو مرستو یوه لویه برخه ودرېده او د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ بانکي راکړې ورکړې وځنډول شوې.

 

طالبانو پخوا په سوداګریزو توکو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز لګولی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه