لیک : مولانا خانزیب
ايوبه ! وينه دې سړه شوه
د مېګناټن لښکرې بېا راغلې دينه !!!
د تاريخ سبق دادې چې دکابل نيول آسان خو په لاس کښې ټينګ ساتل ډېر ګران دې دوه سوه کاله وړاندې پيرنګي چې پدې منطقه کښې د جنګونو د زور او وينې تویولو کم رواېت جوړ کړې وو د ګرېټ ګېم سوړ جنګ د پړډو شاته جنګ کمې پړکې ډکې کړي مخامخ جنګ نه پس د پشي شا جنګ چې کمې دسیسې ېو ځل بېا جوړېږي نو نن هم دا خاوره د هغې قيمت ورکوي .
پدې دوه سوه کاله کښې د افغانانو واکمن زياتره د خپلو نه زيات د پردو ايجنټان پاتي شوي کله چې د افغانانو واکمن د خپلې خاورې او اولس ايجنټان شو د جنګ او ېو بل وينې توېولو په ځائې د سياست خبرو اترو د ېو بل زغملو هنر ايزده کړو په هغه ورځ به دلته امن او پرمختګ پخپله راشي .
شاه شجاع د رنجيت سنګه سره د خپلې څوکۍ لپاره جوړه جاړه اوکړه د ېو بېخونده تړون سره د د کشمير نه تر پېښور پورې سيمې رنجيت سنګه ته سره د ،کوه نور لال ،ورکړې پيرنګېانو ته ئې سر ښکته کړو د پيرنګېانو په لښکرو کښې د کوئټې په لار په 1838 کښې د کابل تخت ته اورسېدو خو د پښتون اولس د مزاج په ضد په زور ټوپک راغلي خلک ډېر زر د لوئې بربادې او شخړو سره مخ شو .
الېګزنډر برنس پښتنو ټوټې ټوټې کړو مېنګناټن بدماش چې د شاه شجاع په ځائې لکه د خليل زاد پشان حقيقي باچا وو د امير دوست محمد خان د ځوئي اکبر خان سره په جرګه کښې په جنګ شو اکبر خان پې په تمانچه سر ویشتو او بېا نورو خلکو پې راټوپ کړل د پيرنګېانو سره د کابل نه د وتلو نه پرته بله چاره نه وه په شپږم د جنورې 1842 کښې د شپاړس زره لښکر سره ډېر په ذلت سره د جلال آباد په لور په سختو وارو کښې ډېر په بد حال کښې راروان شو مخې ته ئې څلور خطرناکې انسان خوړونکې درې ،دره خورد ، دره تزين ، دره پروان ،او د ،جګدلګ ، دره وه تر جلال آباد رارسېدو پورې ځائې په ځائې د غلجو او نورو پښتنو قبيلو چپاؤونو د شپې واورو ټول شپاړس زره لښکر لواړ تېر کړې وو ېو ډاکټر برائډن په ننې ورځ ديارلسم د جنورې په ېواځې ځان ژوبل ژوبل جلال آباد ته ژوندې رورسېدو او د ټول لښکر د نابود کېدو حال ئې ښکاره کړو .
وائل کېږي چې پښتنو دا ېو ډاکټر ځکه ژوندې پريښې وو چې د پيرنګي لښکر د بربادې حال بېانولو والا څوک پاتې شي.
د پيرنګېانو دا بربادي چا ريکارډ کړې نه وه ډېر روستو ،ليډي بټلر ، د ډاکټر برائډن دا خيالي انځور جوړ کړو چې کله هغه جلال آباد ته په نيم هوش حال کښې رارسېدلې وو اوس دغه ېو انځور د دغه ټول جنګ د داستان لپاره ېو استعاره ګرځېدلې .
د افغانستان اوسنې بدمرغي د داؤد خان د کوتاه نه په دري اوېا کښې شروع شوه چې د ېو رواېتي قبائلي ټولنې ساختيات ئې د باچاهت په مېنځه وړلو سره مات کړل ېوه لوېه سياسي ټولنيزه تشه مېنځ ته راله چې تراوسه نه ډکېږي بېا ورپسې خلقیانو نوره هم پخه کړه او مجاهدينو ئې ښه سمه سر څنړه اوکړه .
خان زمان کاکړ د خلقيانو د ثور انقلاب دحرکت په اړه د افراسياب خټک نظر داسې وائي !
د خلق ډيموکراټيک ګوند د غړو نيتونه د افغانستان د پاره روغ وو، دوئې غوښتل چې ېو جديد افغانستان جوړ کړي خو دوئې پۀ انقلاب کښې څۀ داسې تېروتنې وکړې چې د تل پاتي وراني باعث شوې.
دوئې زوړ نظام لۀ هر څۀ سره وغاندۀ او عصريت ته راوتلل. دوئې خپله ټولنه نۀ پېژندنه. عنعنه او عصريت ئې سره پېوند نۀ کړی شو، د دوئې عصريت د شوروي ماډل وو، افغاني شوې چرې نۀ وو.
مولانا خانزېب.


