طالبان ډاډ ورکوي چې نجونې به ډېرژر ښوونځي ته ولاړې شي 

0
94

ويب ډیسک

 

د طالبانو حکومت وايي چې د نوي لمریز کال له پیل سره سم به، په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانېستل شي.

 

د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رییس عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل چې اسلامي امارت د نجونو له زده‌کړو سره کومه ستونزه نه‌لري خو د یوه سیسټم د طرحې تر چمتو کولو پورې د موقت وخت لپاره د نجونو ښوونیز بهیر ځنډول شوی.

 

ښاغلي ریان زیاته کړه، ډېره هیله‌مندي شته چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم دا طرحه بشپړه او نجونې هم د هلکانو په څېر ښوونځیو ته ولاړې شي خو نوموړی د دې طرحې جزئیات نه ورکوي.

 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې همدا خبره کړې