ویب ډیسک
د طالبانو امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې نن یکشنبه د جنورۍ ۱۶مه د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې یوه سخته چاودنه رامنځته شوې ده.
د کابل ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین ویلي چې په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور طالب ځواکونه ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې پېښه د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې چې د طالب ځواکونو یو رینجر یې په نښه کړ.


