ويب ډیسک
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په اړه د بشر حقوقو د څار سازمان انديښنه بې ځایه ده٠
نوموړي زياته کړې چې دا ډول راپورونه د ناسمو معلوماتو په اساس خپریږي چې د ده په وينا ځينې “دښمنې کړۍ” يې د پروپاګند په ډول خپروي.
د توموړي په وينا د “اسلامي امارت” له حاکميت وروسته په افغانستان کې د خلکو ټول حقوق خوندي شوي دي.
نړيوالې ټولنې او د ښځو د ملاتړ نړيوالو بنسټونو تل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او تعليم پر حقوقو تامينولو ټينګار کړى دى٠
د دوى په وينا د طالبانو تر راتګ وروسته په دغه هيواد کې دغه حقوق محدود شوي دي٠خو طالبانو ويلي چې دوى د شرايطو په رامنځته کولو سره ښځو اونجونو د کار او تعليم حقـوقو ته ژمن دي٠


