ويب ډیسک
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له هغو هيوادونو چې د افغانستان هليکوپټرې ساتلي غوښتي چې يادې هيلکوپټرې افغانستان ته وسپاري٠
نوموړي نن کابل کې د هيکوپټرو د پرېډ مراسمو کې ويلي: “موږ په درناوي له هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې له ځان سره لري، غوښتنه کوو چې افغانستان ته د هوايي ځواکونو د الوتکو د راستنېدو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.”
د طالبانو د دفاع وزارت د بيان له مخې نوموړي افغانستان ته د یو شمېر افغان پیلوټانو او تخنیکي انجینرانو له بيرته راتګ نه مننه کړې او د يو پياوړي هيوايي ځواک رامنځته کېدو ډاډ يې ورکړى دى٠
د طالبانو د هوايي ځواک قوماندان مولوي امان الدين منصور يادو مراسمو ته ويلي چې اوس مهال د افغانستان د ٢٨٩ پوځي الوتکو څخه ٥٠ يې الوتنې ته چمتو دي٠
هغه زياته کړې چې ځينې نورې الوتکې تر ترميم لاندې دي٠


