دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان د افغانستان له خاورې څخه به د تاجکستان په شمول هیڅ...

طالبان د افغانستان له خاورې څخه به د تاجکستان په شمول هیڅ هیواد ته ګواښ نه متوجه کیږي.

ویب ډیسک

طالب چارواکي وايي، د تاجکستان د ولسمشر دا ادعا چې ګني افغانستان کې له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د تخریبي فعالیتونو په هدف ګڼ شمیر کمپونه جوړ شوي دي، حقیقت نه لري.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نن سې شنبه ویلي دوی دا څرګندونې ردوي او په خبره یې ټولو ګاونډیانو ته د افغانستان د پولو د خوندیوب ډاډ ورکوي.

هغه زیاته کړې: “زموږ له خاورې څخه به د تاجکستان په شمول هیڅ هیواد ته ګواښ نه متوجه کیږي.”

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تازه ویلي چې د افغانستان په شمال ختځو ولایتونو کې څه باندې ۴۰ ترورستي کمپونه شتون لري.

هغه همدارنګه ویلي چې غواړي له افغانستان سره پر پوله امنیتي کمربند جوړ کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه