لیک :پروفېسررازمحمدراز
داوړاه موضوعات زموږدننني ټولنيزژونداهمه برخه جوړوي اود تعاملInteractionدمهمواصولوپه رڼاکي له يوه اوبل سره يومنطقي تړاولري اوهم زموږ دتارخ پردې وله باندي بيادزيات اهميت وړپه دې وجه ګرځېدلي دي،چي له دېرشوکلونوڅخه زموږپرتاريخي ټاټوبي باندي ،پردي خلګ دخپلوځانګړوګټوترلاسه کولودپاره له يوبل سره لاس وګريوان دي .
لوبه زړه ده،خودتاريخ ټوکه ګوره چي زاړه لوبغاړي دنووشعارونواومقصدونوسره بيادخپلوموخوترسره کولودپاره په کاربوخت دي.
هغه دچاخبره چي د دوو غويوپه جنګ کي دچنګوښوخيرنسته اودلته خودډېروغويو ښکرله يوبل سره اړ وينو،په دې صورت حال کي دپښتانه وطن دولودغاړي دشنومرغوبه نوڅه حال وي؟ښايي دابه هم هغه پوښتنه وي چي زماددې مقالې بالواسطه موضوع ګرځېدلې ده ،اوس پرموږباندي مسلط سوی داصورت حال له موږ څخه دقوم په صفت څه غوښتنه لري اوموږپه دې تناظرکي په تاريخي حواله څه کردارسرته رسولای سو؟
آيادتاريخ جبرته غاړه ايږدواوکه دتاريخ دبدلولوستړياپرځان منو؟نن دفيصلې ورځ ده،دشترمرغ په څېربايدچي سرپه شګوونه منډو،دادراغلي توپان څخه دځان ژغورلويوه غلطه لاره ده،موږراسئ چي ودې ته مخ وګرځووچي دتاريخ دجبرپه موجودګۍ کي موږديوه ژوندي قام په توګه په خپله څه کولای سو؟اوموږڅرنګه دتاريخ،ادب اوسياست په تحليل اوڅېړنه سره دفيوچريزم دمسلک په رڼاکي (دراتلونکي نفسيات)ترلاسه کولای سو؟.
دلته پوښتنه پيداکېږي چي دراتلونکي دنفسياتودځانګړي اختراع سوي اصطلاح څخه زمامرادڅه دی؟اودټولنيزصورت حال په تناظرکي دخپل تاريخي کردارترسره کولودپاره دراتلونکي ونفسياتوته ولي دومره اهميت ورکوم،دلته هغه پخوانۍ فلسفيانه پوښتنه رامنځته کېږي چي دتاريخ په بهيرکي دفرد ياقام خپل ځانګړی کردارڅه دی،سته هم اوکه نه؟اوددې تاريخي کردارترسره کولوپه حواله هغه دمادي شتمنيوسره،سره په کوم فکراونظرسمبال زړونه اوذهنونه لري؟.
که په دې حواله موږوفلسفې ته مخ وګرځوونوښايي چي ترنظرلاندي موضوعات به زيات جوت سي،فلسفه داپوښتنه په دې ډول وړاندي کوي”ژوندڅنګه دی“او”ژوندبايدچي څه رنګه وي“ددې پوښتني په دوهمه برخه کي دفرد دتاريخي کردارترسره کولوپه حواله يوښکاره دليل وينو،ياني فرد دژونددڅېرې په بدلولوکي ترممکنه حده پوري خپل آزادتاريخي کردارترسره کولای سي.
اوس داهغه تاريخي ول دی چي هم ددې کارکولودپاره بايدچي موږدفيوچريزم نوی فلسفيانه فکراونظرپه خپلوزړونواوذهنونوکي ځای پرځای کړو.
دلته به بې ځايه نه وي که دفيوچريزمFuturism(هغه هنري مکتب چي دآينده دپاره لارټاکي اوعنعنې سره مخالفت کوي)دفلسفې يوه لنډه پېژندګلوي وکړو:
دايوداسي تحريک دی چي په راتلونکي کي په امکاني حواله يوه لارټاکي ،ددې په رڼاکي موږ وغيرموجودمستقبل ته دخپل فکرپربنياددخپلي خوښي صورت وربخښلای سو،لاکن ددې لپاره اوسني ارزښتونه ،تکنالوژي اوټولنيزدودونه په نظرکي ساتل اړين دي .
زماپه انددخپلي خوښي مستقبل ترلاسه کولولپاره چي موږيوه ساينسي اوفلسفيانه فکراونظرته اړتيالرو،هلته داهم ضروري ده چي ودې کارته يوکائيناتي پېش منظردبدلولوسره به موږضروردفيوچريزم ،دنفسياتوپه خپلولوکي سرخ رو وګرځو.
له دې څخه زمامراد دا دی،چي دکائيناتي پېش منظردخپلولوسره،سره بايدچي موږدنن عصردروح په حقيقت هم منورزړونه اوذهنونه ولرو،هلته بيانوخپل مرام ته رسېږواودتاريخ دجبر دشکست موسم به ځان وښيي.
موږاوس هم ډېرځنډېدلي يو،سم دستي اوحتمي فيصله په کارده چي موږدقام په توګه مخ په وړاندي اوکه شاته سفرکول غواړو؟.
که دشاتګ ارمان لرونوتررجعت پسندۍ اوملائيت(ملائيزم)ښه نظريه نسته اوکه مخ په وړاندي دترقي کولو اودنوروقومونوپه څنګ کي دسرلوړۍ ژوندغواړو،نودعصري علوموسره به دفيوچريزم نفسيات خپلوو،دراتلونکي معتقدFuturistهغه څوک دی چي دراتلونکي وامکاني پېښوته ډېرهيلمن وي،دهغه دويني شکل په تاريخي وجدان سره منوراوروښانه وي اوهغه درجائيت په لوړارتقايي فکرباندي د ناڅرګندراتلونکي سره په زړورتوب دمخامخېدونفسي صلاحيت هم د فيوچريزم پرزماني حقيقت باندي ټينګ يقين لري .
دفيوچريزم مسلک په بنيادي توګه دشلمي پېړۍ په اوله لسيزه کي هغه وخت منځ ته راغئ چي ايټالوي موسيقار”بوسوني“په ۱۹۰۷ ء کي (دموسيقۍ دنووجمالياتوترخاکې)لاندي يومضمون وليکئ.
په ابتدايي توګه فيوچريزم داېټاليې اوشوروي هيوادوسره تړاودرلود ،که څه هم چي وروسته دلوېديځ نوروهيوادوته يې اغيزي ننوتې،لاکن دانځورګرۍ څخه علاوه ددې نظرژوري اغېزي په زغرده شاعرۍ،مجسمه سازۍ،تياتر،موسيقۍ اونورو هنرونوته ننوتې .
اېټالوي شاعرMarinettiهغه لومړی سړی وو،چي ددې تحريک خاکه يې په ۱۹۰۹ ء کي(دفيوچريزم منشور)ترسرليک لاندي وليکله اوپه دې کي يې دفيوچريزم اصول په څرګنده توګه بيان کړل،چي دماضي پرستۍ فکرپکي ډېرغندل سوی وو، په ځانګړې توګه يې دسياسي اوتخليقي رواياتوپابندي نارواګڼلې وه،دی اودده ملګري دصنعتي ژونددتېزپرمختګ اوټکنالوجي په سوب رامنځ ته سوي حرکي ژوندته سترګي پرلارښکارېدل،نورخوپرېږده هغوی په دې منشورکي دتشدد وعنصرته هم ښه ويلي وو،ځکه چي تشددپه ذاتي توګه دژوندوحرکي مزاج ته سرعت ورکوي.
موټر،جهاز،صنعتي ګڼ مېشنې ښارونه ددوی لپاره اساطيري(ديومالايي)وجودونه ښکارېدل،ځکه چي دموډرنيزم تراثرلاندي دې ټولو څيزونوپرفطرت باندي دانسان دغلبې بليغي اشارې په ځان کي څرګندولې.
شوروي فيوچريزم دخپلي بڼي له مخي له اېټالوي سره په دې حواله توپيردرلود،چي هغه ترانځورګرۍ زيات په ليکني ،تخليقي اصنافوکي داظهارهڅه کوله،دشوروي دهغه مهال دنامتوشاعرانوپه لړکي دماياکوفسکي اوبورليوک اوپه نامتوانځورګرانو کي يې دميخايل ليرونوف،نتاليه ګونچوروا،او کازميرملاويچ نومونه ديادوني وړدي، خوشوروي فيوچريزم دسټالين په واکمنۍ کي ترپښولاندي سو،دخبنيکوف غوندي لوړرتبه هنرمندد آزادخيالۍ دګناه په تور ترتعذيرلاندي وساتل سو،ځکه چي واکمنوداغورځنګ او ورسره تړلي هنرونه دکمونيستي ټولني دپاره پوبې ګټي کارباله.
په ۱۹۲۰ ءاو۱۹۳۰ ءلسيزوکي اېټالوي فيوچريسټ تخليق کارانوپه هيوادکي دفاشيزم ملاتړوکړ،ددوی هيله دا وه چي امکان لري دانظردي داېټالوي ټولني دنوښت اواقتصاد دپرمختګ سبب وګرځي،همداسوب وچي Marinetti په ۱۹۱۸ ء کي د(فيوچرسټ سياسي ګوند)په نوم خپله ډله جوړه کړه ،خويوکال وروسته يې په فاشيسټ ګوندکي ګډه کړه.
فيوچريزم دشلمي پېړۍ دهنرنورغورځنګونه ترډېره بريده ترخپل اغيزلاندي راوستل ،چي په دې لړکي دآرټ ډيکو،ورټيسيزمVorticismکانسټرکټيويزمConstructivismسورياليزم اودادايزم نومونه يادولای سو،خوپردې غورځنګ باندي په ۱۹۴۴ ءکي د(ميرينټي)مرګ ډېرژورمنفي اغېزوکړ.
فيوچريزم نن هم په لوېديځ کلتورکي خپل ځان په ښکاره ډول ورګډکړی دی،په نوې لوېديځه سېنمااوکلتورکي ځوانۍ ،تيزروۍ،طاقت،ټکنالوجۍ اودحرکيت خاصيتونه دهغوی تخليقي موضوعات ګرځېدلي دي اوداټول عناصردلوېديځ فکري احساساتوترکيبې اجزابلل کيږي.
د۱۹۸۸ ءپه شاوخواکي دفيوچرسټيک غورځنګ په يوه نوې بڼه په شيکاګوکي دنيوفيوچريسټNew-Futuristپه نوم منځ ته راغئ،دشيکاګوتياترددې نوي غورځنګ دوه خاص صفتونه ياني برېښناييزژونداوداختصارعنصرپه پريوانه توګه په ډراموکي کاروي ،اوس په نيويارک کي هم داتياترډېرمينه وال لري .
په نېژدې کي صوري فيوچريزمShape Futurismيعني د اروا د دايرې مربع،مثلث اوچوکورنظريه منځ ته راغلې ده،که څه هم دانوی نظرله فيوچريزم څخه دفکرپه حواله لږکاراخلي ،خويوه منطقي رابطه ورسره لري،ددې تحريک مسلکيان هم هغه مخ په وړاندي دکتلوخاصيت خپل نفسيات ګرځوي ،خوورسره دمستقبل دپېش بينۍ اودخلګود اروا دصورتونو په منځ کي دتطبيق دپيداکولو هڅه هم ترسره کوي،دمستقبل دمطالعې هڅه پردې رڼااچوي چي څه رنګه دنن بدلون دسباحقيقت ګرځېدلای سي،داساينسي مطالعه په دې لړکي دموجودو وسايلو ،طرزفکراودتغيراوثبات دقوتونو يوه تحليلي څېړنه ترسره کوي،چي خلګ ددې جوګه وګرځي اويوداسي فکري بصيرت پيداکړي چي په آينده کي په امکاني حواله په خپله خوښه ديوه انسان دوست مستقبل خدوخال وټاکي .
داهڅي په خپلو موضوعاتوکي پردې زوراچوي چي د(نن موجود)څرنګه په آينده کي په ”اغلب“ممکن“او(ترجيحي مستقبل)پردرجه بندۍ باندي رڼااچوي.
دمستقبل مطالعه کوونکی دا ساينس دموجودشېبې دنورو ټولنيزواوطبيعي علوموڅخه په خلاص مټ کاراخلي،هغه دخپل مسکن الوجوددقيام لپاره دعلم الاقتصاد،ټولنپوهني(سوشيالوجي)جغرافيې،تاريخ،انجينرۍ،رياضي،تکنالوجي، فزيک،بيالوجي اودعلم المذاهب لاس ته راغلي علمي اوڅېړنيزحقيقتونه دخپلوځانګړو(…..)اوڅېړنيزوجايزواوپېش بېنيولپاره موادګرځوي اوپه دې ډول ځان ترخپل مرام پوري رسوي.
دفيوچرسټډې(دمستقبل دوسيلو)داساينس تردويم نړيوال جنګ وروسته منځ ته راغئ،په دې حواله په لوېديځه اروپاکي ګڼ نوي فکري نظرونه رامنځ ته سول،په ځانګړي ډول فرانسه په دې حواله د ډېرامتيازڅښتنه سوه ،په ختيځه اروپا،شوروي،امريکااونووازادوهيوادوکي هم دې نظرته ښه راغلی وويل سو.
په ۱۹۵۰ ءکي تردويم نړيوال جنګ وروسته کله چي دتباسوي اروپابيارغونه پيل سوه،نوورسره سم په علمي ،هنري اوفلسفي دايروکي دابحث ډېرزورواخيست چي دانسانيت دپاره ديوه محفوظ اومثبت مستقبل څه امکانات سته ،په دې اړه دټولو ملکونومرام يووو،خودمقصدونودحاصلولوتګلاري يې يوڅه توپيرسره درلود.
د۱۹٦۰ ء په لسيزه کي دفلسفيانو،ليکوالانواوهنرمندانوترمنځ دې موضوع په نړۍ واله کچه نوراهميت پيداکړاوددې اړتياپېښه سوه چي دانسانيت دسوليزه مستقبل دساتني دپاره بايديوبې پرې فورم اويوه علمي اداره وجودولري،دحالاتوپردې بريد باندي دتکنالوجۍ دممکنه اثراتوخبروته د”فيولر“غوندي پوهانوګوته ونيوله .
ددنيادآبادۍ دزياتوالي اواقتصادي وسايلودکمښت ستونزه هم په مخکي پرته وه،سربېره پردې دنيادډېرونورومسايلوسره هم مخامخ وه،ډېرخلګ اوقومونه لامحکوم اومجبورپراته وو،اودژوندکچه يې د”غربت ترليکي“لاهم کښته وه،داروپااوامريکاصنعتي پرمختګ دمځکي پرمخ يوه غټه ماحولياتي ستونزه پيدا کړې وه ،دااونوربې شمېره مسايل هغه وخت د Global problematiqueپه اصطلاح سره پېژندل سوي وو،داهغه تناظرووچي په نړيواله کچه يې روش فکران دبې جوابه سوالونوسره مخ کړي وو،دهمدغومسايلواو سوالونودحل دپاره په ۱۹٦۷ ء کي دورلډفيوچرسټډيزفيډريشن W.F.S.Fپه نوم يوه اداره جوړه سوه،چي اول مشريې(جوهان ګول ټنګ)وو،اوپه امريکاکي بيا”اډورډکارنش“چي د يوې خپرندويي ادارې مشروو،د(ورډفيوچرسوسايټي)په نوم يوه بېله اداره جوړه کړه.
دفيوچريزم دمفهوم سره داشنايي دپاره موسل کاله شاته اوږدسفروکړ،په خپل حال کي مست يووګړی پوښتنه کولای سي چي اړتيايې څه وه؟.
زماځواب دادى چي په زرونوكلونوشاته ونامعلوم ته ديون كولولپاره موږته هم ددې مستقبل بينۍ صفت درجائيت ډك منورفكراوتاريخي وجدان په كاردى،د تاريخ په دې پړاوكي ړنګ افغان وطن ددويم نړيوال جنګ له امله د بربادي سوي اروپاسره ډېر ورته والی لري (دتاريخ دې ستم ته ګوره افغانستان له اروپاڅخه ډېر ليري د اسياپزړه کي پروت دی خوداروپايي هيوادو او امريکا د ځانګړو ګټولپاره ډګرګرځېدلی دی ).
اوس چي دبيارغوني عمل اوتخريب څنګ پرڅنګ سره روان دي نودنورو مادي اومالي مرستوترڅنګ داضروري ګڼم چي دخپل وطن دبياجوړولولپاره په فکري حواله بايد موږ د فيوچريزم (مستقبليزم) په مثبت اوهيله مندفکراونظرسمبال زړونه او ذهنونه ولرو.
زه خبرنه يم چي پښتانه دقوم په توګه څه ډول ټولنيز نفسيات لري ،که ارواښاد کبيرستوري صاحب غوښتي وای نوپه رسمي توګه يې داکارترسره رسولای سوای خوله بده مرغه هغوی هم ونامعلوم ته دکډي کولولپاره ډېره بې صبري وکړه اوموږيې له ډېروبې جوابه ټولنيزو او اروايي لانجو او پوښتنو سره لاس او ګرېوان پرېښودو،هغوی دخپل شتون و ارزښتناک قدروقيمت ته خبرنه يم چي ولي څه زيات اهميت ورنکړ.
د اروپايي هيوادو د خپل منځي جګړودبربادۍ په تناظر کي د عکس العمل په توګه ډېرفکري نوښتونه رامنځته سول خو افغان وطن چي په مالوم تاريخ کي يې ډېر تاراجونه ليدلي دي ،کله يې هم په فکري تاريخ کي پرځانګړی نظرنه دی وړاندي کړی،يوه پوښتنه تل راسره وي هغه داچي موږولي دفلسفې ،هنر،موسيقۍ،شاعرۍ،مجسمه سازۍ او معمارۍ په حواله يوتاريخي امتيازپه لاس کي نلرو؟.
دقدامت پرستواورجعت پرپسندوپښتنو او نورو قومونو ترمنځ په نفسياتي اوتخليقي حواله يوغټ خليج پروت دی ،زماڅېړنه دا ده چي دملاييزم تررجعتي اثرلاندي دپښتنو د زړونو او ذهنونو ابادي مځکي اوس وراني پرتې دي ،نورقومونه دخپلو برباديو په تناظرکي دنفسي صلاحيت پربنسټ د رغوني لپاره پاڅون کوي او د بيارغوني لپاره دفکرنوي لاري پيدا کوي اودبيارغوني کارهم ددې فکرپه رڼاکي تر سره کوي او خدای بخښلي پښتانه هغه څوک دي چي د”نن“ د ټولوټولنيزوستونزود اواري لپاره له ليري ماضي څخه د استقادې نفسيات څرګندوي،آياداامکان لري چي ”پرون“ دي په ”نن“ بدل سي؟ ترورخ تېري اوبه څوک څنګه راګرځولای سي؟ زماپه خيال داله دې امله کيږي چي موږ له تاريخ څخه يوغلط تعبيرلرو،موږله تاريخي وجدان څخه محروم خلګ يو ،نوددې تاريخي تېروتني ښکارپاته يو چي تاريخ يوتکراري عمل دی اوپه دايروکي سفرکړي.
په تاريخي حواله هغوقومونوپرمختګ کړی دی چي دنن دمثبت او هيله من فکرپر بنسټ په اينده کي دخپلي خوښي مستقبل ټاکلای سي ،پښتانه پرښه او بده خبره دسرونو فصل خوپه ډېره هنرمندۍ سره ريبلای سي ،له دې پرته له نورو قومونو سره دسيالۍ پرډګرڅه کولای سي؟.
دلته نوبيازموږجنګيالي تاريخ او وروسته پاته قوم سکوت ښوولی دی ،اوسني پښتاه شايدچي د خونرېزۍ او خجالت آمېزسکوت تر منځ پريوه مقام باندي اوسي،که يې چيري اروايي (نفسياتي) څېړنه وسي نوزما دا ادعابه څه ډېره غلطه هم ونه خېژي.
برمحل(پرځای) راته برېښي چي اوس نو يوه معروضي څېړنه وکړو او د فيوچريزم د فکري ارزښتناکه نظر په کاڼي خپله ټولنه،ادب اوسياست وتلو او يو تاريخي نفسياتي او هراړخيز جاج يې واخلو اود دې اندازه وکړو چي زموږ د ادب اوسياست اوسنی بهير او خلګ دبيادغوني په تناظرکي خپلي تاريخي اوانساني وظيفې ترکومه حده په هنري کمال ترسره رسولای سي.
ډېرليکوالان داوسني پښتني ټولني ادب اوسياست دجايزې په حواله زماسره د نظر اختلاف لري خه موده مخکي په ”ښکلا“مجله کي زمايومضمون (شاعري،مذهب او مابعدالجديت)چاپ سوی و،بيامعروف شاعررحمت شاه سائل ورباندي په ”الفت“مجله کي يوتنقيدي نوټ ليکلی و،چي د ډېروفکري نارسائيو سره راته مخامخ ښکاره سو،چيري چي يې زمادنظرد لاحاصل استرداد کوښښ کړی و،هلته يې نوبيادهغه په مقابل کي خپل يوځانګړی متبادل نظرنه دی ښوولی .
اوس هم ددې خوف ښکاريم چي ددې مضمون په مفهوم به مي هم څوک سر راسره خلاص نکړي ځکه هرڅوک چي دخپلي ټولني له فکري حصارڅخه وتلي خبري کوي نوخلګ ورسره متوقع دوه عکس العمله ښکاره کوي ياخويې په بدو القابويادوي يايې نظراندازه کوي ،دبې اعتنايۍ او بې پروايۍ سلوک ورسره کوي .
دلته مي زړه غواړي چي پرخپله طايفه ياني دليکوالانو،شاعرانواو نورو روڼاندو پرذهني ساخت او تاريخي کردار باندي يوڅوخبري وکړم،دوی هم دملايانو په څېر د قدامت پرستۍ او رجعت پسندۍ فکري سانچې لري ،ځکه خپلي ټولني ته هم يو وحدتي فکرنسي ورکولای.
پښتانه ليکوال اوشاعران په خپل ځان کي دتثليث ښکاراويوه منتشرالخيال ټولنه ده ،ځکه هغوی په پوړه زړه سره خپلي وظيفې نسي ترسره کولای ،هريوپه خپل ځان کي څه ملا،څه پښتون اوڅه ليکوال ياشاعردی ،هغوی له دې درو فکري سانچو سره خپله پيوستګي يو ادبي ارزښت ګڼي اوپه همدې محدودو فکري حصار ونو کي لکه د پيالې مېږی خوښ دي اوپه غيرشعوري توګه دملاييزم اجنډا پرمخ بيايي ،په ډېرتاسف سره وايم چي پرفکري سطحه باندي د ملائيت د فکري اتحصال په کارکي هوی يوه اهمه برخه لري ،ملاو رجعت ته ټالۍ وهي ،ټولنه هم مخ په وړاندي د ارتقا منزل ته نه پرېږدي او زموږ ليکوالانو بياپښتانه دپښتون پرستۍ په رنځ اخته کړي دي خو دحال له غوښتنو څخه بې پروا
دا د توريالووطن
دا د شنو زمرووطن
غوندي زمزمې ورته ږغوي،اوس نو څوک پوښتنه ځني وکړي چي دا ستاسو تورياليانواوشنه زمريان خوله ځانه ګوله ډوډۍ نلري ، دارودرمل نلري ،خپل سياسي او ټولنيزواک نلري ،نولايې ولي په غلط نفسي صورت حال کي ښکېل ساتئ؟ولي دځان او دوی دبدلولو ادبي اوفکري ارزښتونه نه رامنځ ته کوئ؟.
زه پردې ټينګارنه کوم چي زما تشخيص دي کامل وګڼل سي ،خودا ادعا خامخالرم چي موږ مکلف يو چي دښه ټولنيزسباوون لپاره د ايندګۍ له نفسياتوسره په زړه پوري پيوستون ولرو،پښتانه بايدله همدې فکري بهيرسره وتړل سي ،که يې دافکري ارزښت د نفسي صورت حال برخه پاته سو ،نوله انوله المانيانوسره شخصياتي ورتوالی لرونکی دا پس پاته قام به په زغرده د خپل تاريخ پرافق باندي يوځل بياديوه ځلانده لمرپه څېرراښکاره سي.
زهد دې قايل يم چي ادب ،سياست او نورټولنيزفکري معاشي ارزښتونه په خپل منځ کي د تعامل( interaction)جدلياتي رشته لري هيڅ يوشی همد (کايناتي پلان)يا د اشياوو د سکېم په وړاندي ځانګړی ازاد حيثيت نلري ، په خصوصيت سره موضوعي او کيفيتي تړاوکه يې غيرمرئي(نه ليدونکی)دی خو اشيا پريوبل باندي د اغېزمنۍ ترقانون لاندي لازم اثرات لري او ورسره ،نرسره د تضاداتو پربنسټ مخ په وړاندي ارتقايي پړاوونه وهي،دابيابله خبره ده چي د (انتشاراو پېچيدګۍ) تر قانون لاندي بيرته د انتشار و صورت حاله ته هڅه کاندي ،که څه هم زموږموضوع ددې اقتضالري خودومره وخت او ګنجايش نه وزي چي موږ د فيوچريرم دپېش منظرپه وړاندي د پښتوادب يوتارخي او تحليلي جاج واخلو او يا پر دې باندي په تفصيل خبره وکړو،چي ادب اوسياست څه رشته سره لري ،که څه هم موږ ضمناً پر دې باندي رڼااچولوته وزګاريو.
دلته داکتل په کاردي چي په اوسني ټولنيزصورتحال کي ادب ته څه کول په کاردي؟ ياهغه بايدچي کوم هدفونه ومخ ته دنخښوپه توګه کښېږدي.
زه دلته د (ښکلامجلې) دتېرمضمون ادعا کول نه غواړم خودانظرلرم چي اوسنی ادب بايد د ګلوبلايزيشن (نړيوالتوب) په تناظرکي د جديديت او مابعدالجديديت په فکري ارزښتونوخبروي اوکوم چي د نوو ښارونو په حواله دانسان ،خدای ،کاينات او ژوند دنوو تشريحاتو وظيفه ترسره کوي اوهم د ټولني دپرمختګ دکار په مخکي ولاړ ټول خنډونه د رد تشکيل په وسيله اواروي.
زموږادب بايدچي د خودآګايۍ ،اشاعت ذات ،رياليزم او ريالټيريزم په حقيقت ځان پوه کړي اوهم دا د خپل قام د نفسياتو برخه وګرځوي ،ولي چي زموږتاريخي ضرورت ګرځي نوبايد چي د (فيوچريزم) په امتزاج سره دا نوی فکري بهيردټولنيزصورتحال د اصلاح لپاره په کارهم واچوي ،کېدای سي چي زموږد ټولني د معروضي او اروايي ناروغۍ درملنه په وسي .
زموږادب بايدچي دسبليست (بې عملۍ) په يوضديوفکري رجحان راپورته کړي اودخپل قام دا ډول فکري روزنه وکړي چي د اوسنيو ستونزو د اواري اروايي صلاحيت رامنځته کړي اود پښتون وطن په محيط کي دخپل ارتقايي(فيوچرسټيک فکرونظر)پربنيادباندي يوښايسته او محفوظه سباوون وټاکي.
پوښتنه پيداکيږي چي ادب اوسياست يوله بله څه ريښه سره لري؟ زه په ذاتي توګه د ادب او په څانګړې توګه بيادشاعرۍ په باب ددې مسلک پلوي يم ،چي ادب خپل يوځانګړی مابعدالطبيعيات او ابديت لري ،هغه بايد چي د جمالياتي فلسفو په انساني اوکايناتي دايروکي پرموضوعي او معروضي موضوعاتو او مسايلو باندي دشاعرانه بصيرت په رڼاکي په خلاص زړه او ذهن سره خبره وکړي ،زه د ځينوذهني تحفظاتو په څنګ کي ددې قايل يم چي ترډېره حده د ژوند فلسفې ،مذهب اوادب مسايل په خپل منځ کي اشتراکي بڼه لري ،ځکه په دې تناظر کي موږدادب او سياست وځانګړي تړاوته ګوته نيولای سو،خوپردې باندي به بيرته اصرارهم لرم چي ادب بايد د مذهب او پښتونوالي دمريي کردارخپل نه کړي ،زماپه نزد د ادب بايدچي دخپل مابعدالطبيعيات او ابديت په تناظرکي وپېژندل سي ،په کاردی چي موږ د ادب او نورومابعدالطبيعياتي حقيقتونو ترمنځ دحدبندۍ کارترسره کړو او د ټولنيزو مسايلو په حواله د ادب له لاري پرفکري سطح باندي يوانقلاب راوپاروو.
افلاطون دمثالي رياست خوب ولېد اود ادب په ژبه يې دنياته د (جمهوريت) په نوم معرفي کړ ،دپښتنوخبرنه يم چي کله به دفلسفې حکمرانانو عزت په برخه سي ،خوپه هرحال بايد چي داوسني ديموکراتيک مشرتابه قدروکړي،چي له دې پرته بله يوه ښه لارپه نظرنه راځي.
د ادب اوسياست پرتړاوباندي د دليل په توګه موږ د فرانسې اوروس د انقلابونوحواله ورکولای سو،دغو دواړو انقلابونو د هغه وخت د روڼاندو د راپورته سووذهني رجحاناتو پربنسټ باندي خپلي غاړي وغځولې،کارل مارکس به ويل چي ماطبقاتي شعور د بالزاک د ناولونوپه لوستلو سره ترلاسه کړ،په روسيه کي ترانقلاب وړاندي داسي ليکوالان وينو،چي د انقلاپ لپاره يې هم جهته ذهنونه پيداکړو له ټالسټايي نه يې درواخلې نوبيا دافهرست ډېر اوږد دی .
دلته مي يوه ضمني سوال ته زړه غواړي چي ځان او تاسو وپوښتمه چي آيازموږلپاره به کوم يو سياسي ميکانيزم غوره وي .
آيا لويديځه ديموکارسي اوکه دلاتيني امريکا د ځينوهيوادونو پشمول د وينزويلا د راپارېدلو غورځنګونو مسلکي سياست به راته کټوروي؟
ارمان مي دا دی چي که موږ د افلاطون غوندي فلسفي حکمرانان نلرو،نوبايد دهيوګوشاويزغوندي ضد امپراتوري مسلکي سياستوال خو ولرو.
دحالاتو په دې جبرکي داهم لويه خبره ده ،چي موږخوڅه خوبونه لرو ،کوم خلګ چي خوبونه ويني نوپه لازمي توګه ترخپلو معروضي اوسياسي تعبيراتو پوري رسي.
زموږليکوالان هم بايد چي په اوسنيوحالاتو کي سياسي هدفونو ته پام واړوي اودممکن العمل فکرونظرپراساس بايددخپل قام اوسياسي بهيرلارښوونه وکړي.
يادونه کوم چي ادب دسياست تابع نه بلکې لارښود دی ،ادب دافاقي ارزښتونو څرګندونه کوي ،زموږدخوبونو د تعبيرلپاره مځکي اواروي او سياست بياپرعملي اساس دمسائلو لپاره يوميکانيزم تخليقوي ،دتاريخ په دې پړاو کي زموږ ادب بايد دعلمي سياست د عملي کېدو لپاره دسياسي بهير سره له نژدې پيوستګي ولري ،ځيني ټولني او ذهنونه دتبديل وکارته ملاوتړي اوداکار د فيوچريزم د ايندګۍ د نفسياتو لاندي ترسره کړي .
پوښتنه پيدا کيږي چي د پښتون وطن سياست څه بڼه ،رويه او امکانات لري؟
دلته بيادهغې غم لړلي کرښي له ذکره بله چاره نسته ،کومه چي زموږ په زړونوکي راکش سوې ده ،هغه يو شعرراپرزړه سو چي:
دپښتون هيواد په څېريې سره بېل کړو
زموږپه منځ کي هم د کرښو عذاب توۍ سو
دافغانستان پرسياست باندي نه صرف داچي ډېري تبصرې رواني دي بلکې افغانستان خودنړيوال سياست محور ګرځېدلی دی ،پوښتنه دا ده چي ددې تاريخي کرکېچن صورت حال سره په شعوري توګه دتماس نيولولپاره څه کول په کا ر دي ؟ هغه کوم عملي ذهانت او بصيرت دی چي د وينو د بهاند ارغنداو پلو ته مو په ارام سره پوري باسي اوموږ ددې هوسايي خاوندان سو چي دا من او ورورولۍ درانه متاع بيرته ترلاسه کړو؟
هيله لرم چي پردې موضوع به زموږروڼاندي په خپل وارضرور رڼااچوي .
زماپه اند دپښتون وطن سياسي بڼه اوستونزي د کرښي پر دواړو غاړو ډېر ورته والی سره لري ،په تاريخي توګه پښتني سياست د بې سمتۍ (بې پرېتوب )د ايډياليزم او ترخارجي اثراتو لاندي کېږي او سوی دی ،په اوسني افغانستان کي نه صرف دا چي د خلقي انقلاب اجنډا پردۍ وه ،بلکې دجهاديانو اوطالبانو سياسي عمليات هم دنورو په ګټه تمامېدل او اوسنی ديموکراتيک رژيم هم راته ډېر بااختياره نه برېښي ،داپردې بنسټ وايم چي په افغانستان کي په حکومتي حواله يوه نوې بې ثمره سياسي تجربه روانه ده ،چي دخپلو امکاناتو په حواله له ناکامۍ سره راته مخامخ ښکاري ، په افغانستان کي ائيني بادشاهيت دی يونماينده پارلمان اويومنتخب ولسمشر هم لري اودصلاحيتونو پراساس يوه انتخاب سوې کابينه هم په کار اچول سوې ده ،خوپوښتنه دا ده چي سياسي ،عسکري او مالي اختياردچاپه لاس کي دی؟.
زه چي کله د اوسني افغانستان سياسي صورت حال ته مخ واړوم ، نوپه تارخي حواله د انګرېزانو ترولکې لاندي بنګال راپه زړه سي ،انګرېزانو چي د نواب سراج الدوله ترشهادت وروسته هلته کوم حکومتي نظام معرفي کړ،هغه د (دوعملي نظام) په نوم ونومول سو،انګرېزانو د نواب ترشهادت وروسته پربنګال باندي خپله واکمني په مخامخ توګه جاري نکړه ،بلکې خپل يو بې اختياره سړی يې د حکمرانۍ پرچوکۍ کښېناوه،خوسياسي،عسکري اومالي چاري يې پخپلو لاسوکي وساتلې ،ددې بدانتظامۍ په سوب بنګال له غټي بربادۍ سره مخامخ سو،حکومتي انفراسټرکچر په هواکي تحليل سو،پرځای کښېنستۍ،دبنګال واړه شتمني د انګرېزانو د سوري سويو جېبونو له لاري انګلينډ ته رغړېدله ،يوه داسي ډوکلي ورباندي راغله،چي لکونه خلګ دخاوروشومه سول،ځکه چي د ذمه وارۍ تعين نه و،نوداصلاح کوښښ هم چانه کاوه،انګرېزانو ويل چي سياسي واکمني د نواب پرغاړه ده او د دې صورتحال ذمه واري هم د هغه پراوږوده او نواب چي دانګرېزانو لخوا يوه معمولي وظيفه درلوده، دومره مالي توان يې نه درلود چي دخپلو خلګو سره مرسته وکړي .
د افغانستان بدقسمتي بياګوره ،دلته چي کوم حکومتي نظام معرفي کړل سوی دی زه هغه ته (درې عملۍ نظام) وايم دسياسي واک سمبول خود منتخب حکومت په صورت رامنځته سو،خومالي چاري د N.G.Osپه لاس کي دي او د انجوګانو کرداربياډېر متنازعه اوبې ثمره غوندي دی ،غيرمنتخب اوغيرمسلکي خلګ ورننوتلي دي ،د افغان ملت پرنامه راغلې شتمني غلاکوي،په هغه لوکس- لوکس موټران اخلي اوهم يې بيرته په داخپلو انجوګانوکي په ډېرو غټوکرايو باندي چلوي،جمهوري حکومت دمالي مجبوريوپه سوب دخپلو خلګو سره د مرستو کولو په حواله نه دی توانېدلی ،کوم يو رژيم چي معاشي اختيارنلري،هغه سياسي واکمني نسي درلودلای اونه يې ولس مني ،هم دا سوب دی چي داوسني رژيم سياسي واک کم ښکاري ، دا انجوګاني دومره ځواک لري چي ترډېره حده انتظامي مشينري هم تر کنټرول لاندي ساتي ،دغو ارګانونو اوس د حکومت او خلګو ترمنځ دېوالونه پورته کړي دي اوخيال مي نسي چي دا تجربه دي زموږ په خاوره کي ريښه ونيسي .
دامرستي چي د انجوګانو له لاري بې ځايه لګيږي که د منتخب حکومت په لاس ورکړه سوي وای ،نن به ترنيم زيات افغانستان جوړ او افغانان شتمن وای ،نن په افغانستان کي بيادخلګو پرضد په يوه يابله بڼه څه خلګ راپورته سوي دي ،څه پلويان که يې پيدا کړي دي ،داپلويان يې هغه خلګ دي چي له ښه سباوون څخه نااميد پاته سوي دي ،يوسوب يې د انجوګانو کردار دی اوبل سوب يې دامريکا اوناټو خود سره پوځي عمليات دي ،چي په ولس کي يې دکرکي جذبات راپارولي دي اوپه دې حواله له نماينده حکومت سره هيڅ سلانه کيږي،هغوی په اعتماد کي نه اخيستل کيږي،پوره- پوره کلي ورانيږي ،ښه اوبد ته په يوه نظرکتل کيږي ،نوخود به د انتقام تراحساس لاندي بيادطالبانو اوهيروئينو د قاچاق برانو داتحاد سره ځان تړي ،دپښتنو که نورڅه زده وي که نه خودانتقام په حواله ډېرګړندي دي .
زه پردې باندي کلک دريځ لرم ،چي د افغانستان د داخلي سترو ستونزو باعث همدا (درې عملي) نظام دی ،جمهوريت د افغانانو د ټولنيزي اروا يوه غټه برخه جوړوي،يعني دهغوی مزاج جمهوري بڼه لري،که نماينده حکومت يې سياسي ،معاشي او عسکري اختيارپه لاس کي ولري اودخودسره عسکري فعاليتونو په حواله يې په سلا ورګډکړي ،نو اوس لاهم ددې احتمال ډېردی،چي افعانان دي بيرته د ملت بيا رغوني ته مخ واړوي ،طالبان هم له دې صورت حال څخه استقاده کوي اودخپلو پلويانو په تعداد کي يې زياتوب راوستلی دی ،دلته پوښتنه پيداکيږي چي طالبان بياولي په دې سياسي صورت حال کي خلګو ته دقبول وړ نه دي.
دلته خو په پارلمان کي زاړه خلقيان،جهادي قومندانان او ډېر ټوپکسالاران ناست دي ،طالبان ولي په جمهوري رياست کي له برخي اخيستو څخه ډډه کوي ؟زماپه نزد يو سوب خويې دادی چي هغوی پرجمهوري اندازفکر باندي يقين نلري او هغوی په دې خبره پوهيږي چي هغوی د رايي ګيرۍ له لاري کله هم سياسي نمايندګي نسي درلودلای ،ځکه هغوی له افغان ملت سره ژمنه کړې وه چي د توپکسالارانوتروهلو وروسته به حکومت افغان ملت سپاري ،کله چي خلګو ملګري ورسره وکړه،نودوی د وعده خلافۍ ترڅنګ افغانستان د عرب مجاهدينو د فعاليتونو او نفسي غوښتنو کور وګرځاوه،طالب غورځنګ په سياسي حواله د ضعف ښکارسو،په افغانستان کي عربان خو پرېږده چي بنګاليانوهم دخپلي خوښي ژوند تېراوه،دې خارجي خلګو د افغان ملت په عزت او ناموس په دې واکمني کي ډېري لوبي وکړې اودافغانانو هغه زحمتونه اوس لاهم هغسي تازه دي،نوڅرنګه بياطالبانو ته دملګرۍ لاس ورکړي؟
طالبان افغان دي دڅه ساعت لپاره به موږ داهم ومنو ،چي خارجي اجنډا هم نلري (نه پوهېږم چي د دوی په حواله ولي د سليمان لايق صاحب نظم رايادسو؟) خوپوښتنه مي دا ده چي ايا هغوی داسياسي بصيرت لري ،چي افغانستان دبيا رغوني اوملي يووالي تربريده ورسوي ؟آيا د واک تېره دوره يې پردې باندي څه تاريخي دليل لري ؟ هغوی چي نه عصري،هنري بصيرت اونه هم د ايندګۍ نفسيات لري ، څنګه کولای سي چي ړنګ افغانستان پرپښو ودروي ،هسي هم په تاريخي حواله افغانانو دملايانو قدرخوکړیدی لاکن سياسي واکمني يې کله هم په لاس کي نه ده ورکړې ،د دوی واک ته د رسېدو وجه داخلي نه بلکې خارجي وه .
کومو خلګو چي يې روزنه کوله اوس يې هم د ريښو په کښلو بوخت دي ،کرسټيناليمب د افغانستان پرحالاتو يوکتاب کښلی دی (نوم يې راڅخه هېردی) خودا ښکلې سپين پوستې ميرمن ليکي چي يوه ورځ يې د طالبانوله يوه وزير سره ( کله چي زه په افغانستان کي وم )خبره وسوه ،خبره اوږده سوه ماورته دعصري علوموسره دتماس نيولو حقيقت ته ګوته ونيوله ،وزيرصاحب وخندل او راته ويې ويل چي دا خبري دومره مهمي نه دي ،که ته غواړې چي يوهلک ياځوان په ډاکټري پوه سي ،نوله قصاب سره يې ولګوه ،نودانسان به بدني ميکانيزم به يې سرخلاص سي اوکه ته غواړې چي يوځوان دي انجينيرجوړسي نودموټرله ميکانيک سره يې په ګېرج کي واچوه څه موده وروسته به ښه مستري ځني جوړسي .
زما خيال دادی چي دهغوی پردې استدلال باندي دتبصرې کولو پرځای به دا خبره ډېره پرځای وي چي له لوی خدای څخه ورته د بخښني يوه په زړه پوري دعاوکړو،طالبان چي دهغوی دسياسي خعصوميت په سوپ په رښتياهم چي پرماډېرګران دي ،دهغوی رژيم هم په دې وجه ناکام سو،چي په سياسي حواله هغوی هم د سياسي مثلث ښکاروو،داخبره هيچاته نه معلومېدله چي دملاعمرصاحب واک له کومه ځايه شروع کيږي اود اسامه بن لادن واک بياله کومه ځايه غاړه غځوي او داهم نه مالومېده چي خارجي جاسوسي شبکې بياڅومره ځواکمني دي .
له هغه وخته ياني له پنځو کلونوراهيسې ترپلونو لاندي ډېري اوبه تيري سوې، حالات بدل دي ،دوخت په غوښتنو ځان پوهول لازم امرګرځېدلی دی ،دتخريب او کلاکوف لپاره د واکمنۍ خوب ليدل يولا حاصل کوښښ دی ، که ګران طالبان د خپل رژيم پر کارګردګۍ باندي غوره دي ،نودي افغان ملت ته مخ واړوي او د جمهوري رياست په سياسي بهيرکي دي ځان ورګډ کړي ،لکه ځيني دسياسي بصيرت لرونکي ملګري يې اوس هم برخه پکي لري ،زماپه اند سيساسي بصيرت دادی،چي افغان وطن چانړولی دی ،نو بايد چي په هغويې جوړ هم کړو ،تر دوهم نړيوال جنګ وروسته جرمني او جاپان هم د اوسني افغانستان په دود د امريکا ترسياسي اغيز لاندي راغی، پرجاپان باندي د امريکايي جنرال واکمني جاري سوه،المانيان او جاپانيان جي دسياسي بصيرت خاوندان وو خپل ړنګ هيوادونه يې په جوړ هم کړل او وروسته يې ځانونه هم حني خلاص کړل اوهلته د امريکا لګولی جمهوري نيال اوس د يوې غټي درختي بڼه نيولې ده ، راسئ چي موږهم (داوخت) په افغان خاوره کي د جمهوريت تجربې ازاد ي پرېږدو،کله چي له ځانه پوره سولو،نوبياپردي کله هم زموږپرخاوره زموږ له خوښۍ پرته يوه شپه هم تېرولای نسي .
دنيابدله سوې ده ،افغانستان له دېرشوکلونوراهيسې دجنګ په اورو کي سوځيږي،دمستعمرې خاوري سياسي رهبران نن هم د عدم تشد د سياسي نظرپلويان دي ،ځکه خو د تودو مبارزو ارمان لرونکو ځوانانو اوس مذهبي انتهاپسندۍ ته مخ اړولی دی،داسي ښکاري چي زموږ رعبري لادانسانانو د نفسياتو په تحليلي ساينس سره نه پوهيږي ، دوی چي دچادسرخيرغواړي هغوته په اوسني ټولنيز صورتحال کي تبرپراوږو بار ښکاري ،هغوی لادمرګ د جبلت چي Thanatisبلل کيږي ،سره پېژندګلوي نلري ،زماتجزيه دا ده چي خلګ په هرحال کي د ژوند کولو ارمان نلري ،عموماً چي حالات ورته مساعدسي هغوی دمرګ دجبلت تراثرلاندي ديوه مثبت قدر دپاره يوې تودې وسله والي مبارزې ته په ډېره حوصله او افتخارسره ورګډيږي ،يوه عامه غوندي مغالطه چي تراوسه لا ژوندۍ ده ،داده چي هندوستان ګاندي جي دعدم تشدد دسياسي عمل په وسيله له انګرېزانو څخه ازاد کړ،حقيقت دا دی چي دوهمي نړيوالي جګړې د انګرېزانو ملا ورماته کړه ،دهغوی لپاره نور د دې امکانات نه وو،چي نور نو هندوستان غلام وساتي ،نو د دوه قومي نظريې پراساس يې پر دوه ځايه ووېشی .
پوښتنه دا ده چي د معروض دا مجبورياني نو و کوم سياسي او قامي مبارز ته پېښي نه وي؟ زموږ دتاريخ اتلانو ولي دا مجبورياني دلاري درنې ډبري ونه بللې؟ شېرشاه سوري ،خوشحال خان خټک ،درياخان ،عجيب خان ،فقيرايپي ،سردارمحمدايوب خان او امان الله خان بياد دومره دوو غټو واکمنيو سره څرنګه لاس وګرېوان سول؟
په کال ۱۹۴۲ ء کي د پښين او نورو سيمو خلګ دهيکل زيوپه جنګ کي د باران خان هيکل زي او د نورو قومونو د مشرانو پشمول بياڅنګه د جنرال انګلينډ دهغه پوځ مخ ونياوه،چي د افغانستان پرلوري روان وو،اويوه تاريخي ماته يې ورکړه؟
آيا هم ددې (معروضي مجبورۍ) دبانې پراساس فيض محمدغازي او عبدالله خان اڅکزي دانګرېزانو پرضدله تودې مبارزې څخه ځان نسو ژغورلای؟ آياد(چي ګويرا) او نيلسن منډيلا عظمت له دې سره تړاو نلري ،چي هغوی هم دمعروض دمجبوريو پرضديوه توده مبارزه پيل کړه او دفيوچرسټک لايحه عمل په رڼاکي ي


